Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نوروز په مناسبت د عدنان سمیع پښتو او دري سندرې

نامتو هندي سندرغاړي، عدنان سمیع په خپله ټویټر پاڼه خپلو مینواله ته د دوو انځورونو په خپرولو سره خبر ورکړی چې د نوی کال نوروز میلې په مناسبت به خپلې دوې پښتو او دري، سندرې خپرې کړې.

د ښاغلي سمیع په ټویټر پاڼه د خپرو شویو مالوماتو له مخې د پښتو سندرې شعر، د پښتو ژبې نامتو شاعر، شیګیوال پرهېز او د دري سندرې لپاره نامتو افغان سندرغاړي او شاعر، اسد بدیع لیکلی دی.

عدنان سمیع ویلي دي چې دا سندرې په د روانې زیږديزې میاشتې په ۲۰مه نېټه چې د نوي راتلونکي ۱۳۹۹ لمریز کال د وري له لومړۍ نېټې سره سمون خوري، په خپل یوټیوب چینل خپرې کړي.

sami

مخکې له دې عدنان سمیع ویلي وو چې په یوه فلم کې به د یوه افغان سندغاړي رول ترسرکړي.

هغه ویلي وو چې فلم به د "افغان د کور په لټه کې" تر نامه لاندې جوړ شي او داستان یې د یوه افغان سندغاړي په تړاو دی چې د جګړو له امله یې افغانستان پرېښی او په بل هېواد کې ژوند کوي، خو څوک د هغه هنر ته پام نه کوي او ورته ارزښت نه ورکوي.

د یوه افغان په رول کې د عدنان سمیع انځور کله چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، ډېر د خلکو لخوا ولیدل شو.

sami

په دې انځور کې عدنان سمیع د ږیرې، برېتو او ژیړ رنګې لنګۍ سره ښکاري.

عدنان سمیع وايي چې نیکونه یې د افغانستان هرات ولایت څخه هند ته تللي دي او افغانستان سره یې د مینې له امله د یوې افغانې جلۍ سره واده کړی دی.

عدنان سمیع وايي چې کورنۍ یې د امان‎الله خان په وخت کې درباریان وو چې نیکه یې جنرال آغامحفوظ جان هغه‎مهال هرات، کندهار او بلخ کې د نائب‎الحکومه دنده ترسره کوله.

دی وايي کله چې حبیب‎الله کلکاني افغانستان کې واک ونیوه، نو نیکه یې له خپلې کورنۍ سره پېښور ته ولاړ او هلته یې ژوند پیل کړ.

عدنان سمیع سره له دې چې پاکستانی تابیعت درلود، خو په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې دې هېواد د هغه تابیعت ملغا اعلان کړ.

سیمع په ۱۹۹۹ کال کې هند ته ولاړ او د هغه هېواد تابیعت یې ترلاسه کړ.

سره له دې چې د نوموړي مېرمن د افغانستان تابیعت لري، خو دی هیڅ‎کله افغانستان ته نه دی راغلی.

شریک یي کړئ