Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نړۍ تر ټولو لوی پنځم جومات د مرمت او بیارغونې چارو پيل

د نړۍ تر ټولو لوی پنځم جومات له دیارلسو کلونو وروسته مرمت او بیارغول کیږي، د هرات ځايي چارواکي وايي چې د هرات جامع جومات په دوه پړاونو کې په بیړني او بنسټیزه توګه مرمت کېږي.

د دغه جومات ځینې برخې د طبعیي پېښو او د وروستیو څو لسیزو جګړو له امله ویجاړې شوې وې چې اوس بیرته رغول کېږي.

د هرات ځايي چارواکي وايي چې د دغه جومات د بیارغاونې لپاره ۲۴ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي ؛خو دوی دغه پیسې د دغه جومات د کتیبو او کاشیو د مرمت لپاره بسندویه نه ګڼي.

د هرات د تاریخي ابداتو عمومي مدیر زلمی صفا په دې اړه وویل:«د دې لپاره چې جامع جومات له پراخ زېربنا څخه برخمن دی، یوی ستر او دوامداره لګښت ته اړتیا لري، یعنې موږ نه شو کولای چې جامع جومات له یوې پروژې سره بیاورغوو.»

تر دې وړاندې هم د دغه جومات ځینې برخې بیا رغول شوې وې، خو د ټيټ کیفیته توکو د کارولو له امله له لنډې مودې وروسته بېرته ویجاړې شوې.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس اریا رووفیان وايي:«ځينې ستونزې وې زموږ همکاران ولاړ او ګواښ یې وکړ او ستونزې لیرې شوي په هغه کچه ستونزې شتون نه لري چې خدای مه‎کړه د مرمت د اصولو له پلوه کومه ستونزه وي په یوه دوه برخو کې ودانیز معیاري توکي استفاده شوي نه وو او هغوی ته ګواښ وشو چې له دې توکو کار وانه خلي.»

د هرات جامع جومات په دوو پړاوونو کې په بیړني او بنسټیزه  ډول مرمت کېږي چې پنځه کاله وخت به ونیسي.

د هرات جام جومات د مرمت پروژې مدیر نصراحمد یاور څرګنده کړه:«لومړي اقداما هماغه بیړۍ مرمت دی چې دم‎ګړۍ دننه د اوداسه ځای او د ختیځ ایوان بام شاته د بهرنيو سطو پاکونه د ودانۍ په شاخوا کې د پیادرو جوړول او د کاشيو بیارغونه.»

د هرات لوی جامع جومات په هېواد کې له څورلسو هغو تاریخي ودانیو دی چې د سلطان غیاث الدین غوري د پاچاهۍ پر مهال جوړ شو  او تر هغه وروسته د تېموریانو د واکنمنۍ په لړ کې نور هم ورغول شو او د ډېرو پام یې ځانه ورواړاوه. دغه جومات د افغانستان له مهمو لرغونو ودانیو ګڼل کېږي.

 د هرات د ښارجوړنې ریاست وايي چې د هرات د جامع جومات د بیارغونې چارې په دوه پړاونو کې مرمت او پنځه کاله وخت به ونیسي.

شریک یي کړئ