Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هامبورګ په یوه ښوونځي کې د افغاني موسیقۍ د نظریو زده کړه

د المان په هامبورګ ښار کې د ځوانانو د موسیقۍ تر ټولو لوی دولتي ښوونځي کې د افغاني موسیقۍ د نظریو زده کړه هم ورکول کېږي.

په دغه ښوونځي کې د هېواد وتلی سندرغاړی الیاس شهنا د افغانۍ موسیقۍ د ښوونځي په توګه ګومارل شوی دی.

د هامبورګ په ښار کې د موسیقۍ دغه دولتي ښوونځی څه باندې ۱۱۰ کاله عمر لري چې په هغه کې لوېدیځې موسیقۍ نظریو او الاتو روزنه ورکول کېږي.

دم کړۍ شپږ میاشتې کېږي چې په دغه ښوونځي کې د لوېدیځې موسیقۍ ترڅنګ د افغانستان د موسیقۍ نظریې هم تدریس کېږي. د ختیځې موسیقۍ ښوونکي جرمنیان؛ ایرانیان او افغانان دي.

د افغاني موسیقۍ زده کوونکی ازاد وايي:«له استاد شهنا نه مې زده کړي او زده کوم یې او خوشحاله یم چې دلته د افغانانو لپاره یوه ښه موکه برابره شوې ده.»   

د هېواد سندرغاړی الیاس شهنا هم په دغه ښوونځي کې ښوونکی دی. تردې وړاندې په دې ښوونځي کې یوازې د لوېدیځې موسیقۍ زده کړه ورکول کېده.

ښاغلی شهنا څرګندوي:«کابو شپږمیاشتې کېږي زه ده تدریس کوم، ښوونځی له شپږ کلن ماشوم نه نیولې تر ۲۵ کلن ځوان پورې زده کونکي مني چې موږ هلته د دوی په خدمت کې یوو.»

د دغه ښوونځي مدیر وایي چې د ختیځې موسیقۍ په ټولګي کې د زده کوونکو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.

د ښوونځي مدیر هیر آرپ په دې اړه زیاتوي:څ«زما لپاره د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې د ښاغلي الیاس شهنا په همکارۍ د هامبورګ ښار په دولتي ښوونځي کې افغاني موسیقي مو رامنځته کړې. دغه کورس ته لېوالتیا زیاته شوې او موږ د
دې شاهد یوو چې د هرې اوونۍ په تېرېدو سره نوي زده کوونکي د ښوونځي ادارې ته مراجعه کوي او زموږ په درسي ټولګیو کې شاملېږي.»

د جرمني په هامبورګ ښار کې د موسیقۍ دا ښوونځی څه باندې سل کاله مخینه لري.

شریک یي کړئ