د اطلاعاتو او کلتور نوماند وزیر طاهر زهیر چې هرات ولایت ته تللی دی، د دغه ولایت د مصلا د څلي وضعیت اندېښمنوونکی بولي او وایي که چېرې په دې برخه کې کار ونه شي، دا تاریخي څلی به ونړېږي.
ښاغلی زهیر ژمنه کوي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملګرو ملتونو سازمان له علمي فرهنګي او ښوونیز سازمان یا یونسکو سره په همغږۍ، د دغه تاریخي اثر د مرمت او بیارغونې لپاره لاس په کار شي.
د اطلاعاتو او کلتور نوماند وزیر طاهر زهیر په دې اړه وویل:«له نېکه مرغه د هرات مصلا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اقدام پربنسټ تر کار لاندې دی چې په یونسکو سازمان کې د نړۍ په میراثونو کې ثبت شي. او همدارنګه د هرات د مصلا ساتنه او مرمت زموږ په کاري اجنډا کې ده.»
خو د هرات ولایتي شورا وایي چې تر اوسه د اطلاعاتو او کلتور وزارت او یونسکو بنسټ او نورو ادارو له لوري د هرات د مصلا د څلي د مرمت لپاره کوم بنسټیز کار نه دی شوی.
د هرات د ولایتي شورا غړی کبیر ایثار څرګنده کړه:«له بده مرغه تراوسه د دغه څلي د بیارغونې لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی. موږ له ځايي حکومته - د هرات ولایت له مقام - بیاځلې غواړو چې دغه مهم او تاریخي چارې ته پاملرنه وکړي.»
د هرات د مصلا پنځم منار څو سانټي مټره کوږ شوی دی، د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز بنسټ یا یونسکو په ۱۳۸۶ کال کې د پنځم منار شاوخوا ته د وسپنیزو مزو په جوړولو سره هڅه وکړه چې د هغه د ړنګېدو مخه ونیسي.
د تاریخي ځایونو د ساتنې د ټولنې رییس عبدالقیوم وزیري وايي:«د هرات ډېری تاریخي ابدات ستونزې لري که چېرې ورته پاملرنه ونه شي وبه نړېږي.»
د تاریخي سندونو له مخې د هرات مصلا ۱۱ څلي یا منارونه لرل چې شپږ هغه د کورنیو جګړو پرمهال ړنګ شوي دي؛ دا څلي نژدې شپږ پيړۍ وړاندې د تیموریانو د واکمنۍ پرمهال جوړ شوي دي.