Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هلمند د بست کلا د پنځو برخو د بیارغونې بهیر پیل شو

د هلمند ولایت د بست کلا د پنځو برخو چې کابو ۳۵۰۰ کاله تاریخي لرغونتوب لري د بیارغونې او ترمیم بهیر نن یکشبې (د وږي په ۲مه) پیل شو.

د هلمند ځايي چارواکي وايي چې د بست کلا د پنځو برخو د بیارغونې لپاره ۱۵ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

دغه چارواکي زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې د بست کلا حلقه يي دېوال د کار بهیر هم پيل شي.

په لومړي پړاو کې به د بست کلا د ننوتلو دروازه د «څاه او کمان» اړوند برخې بیاورغول شي.

د هلمند والي یاسین خان وايي چې له دې سره هم مهاله، په هلمند کې د څو نورو تاریخي ځایونو کارونه هم پیل شوي دي:«موږ تراوسه پنځه پروژې تر لاس لاندې لرو. ټاکل شوې ده چې د بست کلا دېوال هم جوړ کړو چې د هغه کارونه وروستي شوي دي او ډېر ژر به یې کار پیل شي.»

د لښکرګاه ښار د بست سیمې اوسېدونکي د دغو لرغونو برخو د بیارغونې بهیر له پیله هرکلی کوي او له حکومته غواړي چې په دغو برخو پورې اړوندې غصب شوې ځمکې هم بېرته ترلاسه کړي.

د لښکرګاه اوسېدونکی ندا محمد وویل:«دا تاریخي اثار، ارزښت لري خو نه مرکزي حکومت او نه هم ځايي حکومت په دې اړه پاملرنه کوي.»

ورته مهال د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله ویاړ وايي چې د بست کلا د ځمکو د غصب ډېره مخه نیول شوې ده:«د جګړې په دوران کې شونې ده چې ځينې ځمکې غصب شوې وي، خو د حکومت په بېرته رامنځته کېدو سره، اجازه مو نه ده ورکړې چې ځمکې غصب شي.»

د بست تاریخي کلا لښکرګاه ښار ته نږدې او د هلمند سند تر غاړې جوړه شوې ده.   

شریک یي کړئ