Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د سینما وتلی لوبغاړی قادر فرخ ومړ

د هېواد وتلی سینمايي لوبغاړی، قادر فرخ تېره شپه (یک شنبې د مرغومې په ۱۶مه نېټه) د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ.

د ښاغلي فرخ نږدې کسان وايي چې نوموړی له اوږدې مودې راهیسې ناروغ و.

دغه سینمايي وتلی لوبغاړی په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې د کابل ښار لومړۍ ناحیې په علي مردانو سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې.

قادر فرخ تېره شپه د ترکیې په یوه روغتون کې د زړه د ناروغۍ له کبله ساه ورکړې.

ښاغلي فرخ واده کړی و او نهه اولادونه یې درلودل.

قادر فرخ د وتلي موسیقيدان، انځورګر او افغانستان کې د جاز ارکستر مشر او د نوتیشن موسیقي سیستم بنسټ اېښودونکي، استاد محمود فرخ افندي زوی و.

قادر فرخ د خپل ژوندانه په ترڅ کې په ډېر شمېر فلمونو او تیاتر نندارو کې کار کړی دی

شریک یي کړئ