Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد نامتو ګمېډين او ممثل حنیف همګام ومړ

د هېواد نامتو او وتلی کمېډین او ممثل حنیف همګام نن له غرمې وروسته (شنبه) کابل کې ومړ.

د ښاغلي همګام خپلوان وايي چې هغه له یوې مودې راهیسې د ناروغۍ له امله د کابل سردارمحمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې بستر و.

همګام د یوې مودې لپاره په طلوع ټلوېزیون کې د چلوونکي او چمتو کوونکي (پروډېیوسر) په توګه کار وکړ.

هغه په ۱۹۶۲ زیږدیز کال کې کابل کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او ښوونځی یې هم په دغه ښار کې پای ته ورسوه. همګام د کابل پوهنتون د هنرونو پوونځۍ کې تیاتر او سینما لوستې وه.

هغه د کابل پوهنتون د هنرونو پوونځۍ له فارغېدو وروسته، د سینما او تیاتر په برخه کې کار پیل کړ، همګام په څه باندې ۲۰ فلمونو کې کار کړی وه.

د هېواد نامتو او وتلی کمېډین او ممثل حنیف همګام نن له غرمې وروسته د ۵۶ کلنۍ په عمر د کابل سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون کې ومړ.

شریک یي کړئ