Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل په واټونو کې په کار بوختو ماشومانو خپلې هیلې نقاشي کړې

نن په کابل کې ځینو هغو ماشومانو چې په واټونو کې په کار بوخت دي خپلې هیلې انځورکړې او د هغوی د نقاشۍ په منځ کې، موټر او کور دوه هغه دوه نقاشۍ دي چې ډېر تر سترګو کېږي.

په دوی کې داسې ماشومان هم شته، چې په خوندي فضا کې، ښوونځیو ته د ماشومانو تلل یې د یوه خوب په توګه رسم کړي.

یو له دغو ماشومانو څخه، داسې رسم کاږلی چې شین میدان دی او لوبغاړي په‎کې فوټبال کوي.هغه وایي، غواړي هغه ورځ وویني، چې د افغانستان فوټبال غوره لیګ له لارې، وکړای شي، ریال مادرید او یا هم بارسلونا لوبډلو سره سیالي وکړي.

د دغه پروګرام جوړونکې لیلا حیدري په دې اړه وايي:«په واقعیت کې هغه څه چې زما لپاره ډېر مهم وو، د دغو ماشومانو هیلې څه دي او ایا دوی د خپلوهیلو په اړه فکر کوي؟همدا دلیل وه چې ټول را وبللم چې خپلې هيلې انځور کړي.»

که څه هم ډېری ماشومانو د موټرو او کورونو انځورونه کاږلي خو الهام شین لوبغالی او د فوټبال لوبغاړي کاږلي او وايي د ژوند ترټولو لویه هیله یې دا ده چې د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ غړیتوب ترلاسه کړي او یوه ورځ د نړۍ په لوی لوبغالي کې د نړۍ له مشهورو لوبډلو سره سیالي وکړي.

کارګر ماشوم الهام وویل:«هیله لرم چې فوټبالیسټ شم او د افغانستان غوره لیګ ته ولاړ شم او وکړای شم د افغانستان لپاره په نړیوالو ډګرونو کې ونډه واخلم.»

لس کلنه هوس بیګم چې د کابل د واټونو ترڅنګ جرابې پلوري د یوه ښوونځي ودانۍ یې انځور کړې او وايي موخه یې دا ده چې ماشومان د سولې په فضا کې ښوونځیو ته ولاړ شي.

هوس بیګم وايي:«دغه ښوونځی او نجلۍ چې ما نقاشي کړي د هرې نجلۍ هیله ده چې یوه ورځ وکړای شي په ارامه او سوله‎ییزه فضا کې ښوونځي ته ولاړې شي او همدارنګه خپلې زده‎کړو ته دوام ورکړي او ډاکټر او ښوونکي شي او په همدې دلیل زه هم ښوونځي ته ځم.»

انځورګر عارف رحماني وویل:«کله چې په واټونو کې په کار بوخت او کارګرو ماشومان بحث مطرح کېږي، ډېری کسان فکر کوي چې دغه ماشومان وړتیا نه‎لري او د اوږې بار خلک دي. خو نن چې کله مې ولیدل څه له شوق او ذوق سره نقاشي کوي و مې موندله چې هغوی ډېر استعدادونه لري او همدارنګه په نړۍ کې یې داسې شیان هم شته چې د هغوی راتلونکی جوړوي.»

د دغو ماشومانو په شان دوه مېلیونه ماشومان هره ورځ د هېواد په تېره بیا کابل د واټونو ترڅنګ کار کوي.

ټاکل شوې د دغو ماشومانو انځور شوي خیالونه نندارې ته کيښودل شي او همداراز له څېړنې وروسته درېیو غورو نقاشیو ته جایزې ورکړل شي.

شریک یي کړئ