Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عتیق رحیمي د برلین فېسټيوال د غوره داستاني فلم جایزه ترلاسه کړه

افغاني ټبره فرانسوي لیکوال او فلم جوړونکي عتیق رحیمي د «نیل سند مېرمنې» په نوم فلم، د برلین فلم اویایم نړیوال فېسټيوال (برلیناله) کې د غوره دانستاني فلم جایزه ترلاسه کړه. 

د نیل سیند مېرمنې فلم، په همدغه نوم رُمان څخه چې د افریقاي «اسکولسټیک موکاسونګه» اثر دی اخیستل شوی چې د رحیمي په لارښونې (ډایرکټرۍ) جوړ شوی دی.

د دغه فلم موضوع په رواندا کې نسل وژنه ده. عتیق رحیمي یو ځل ویلي وو چې دا موضوع د دې لپاره د دغه فلم لپاره یې غوره کړې چې فکر کوي د افغانستان د جګړو پېښې او په رواندا کې ژونې سره ورته والی لري.

د نیل سیند مېرمنې کیسه، د رواندا د پلازمېنې په یوه ښوونځي کې رامنځته کېږي. هغه ځای چې نجونې په قومي ترکیب سره چې ډېری یې (هوټو) او یوازې ۱۰ سلنه (ټوټسي) قوم په کې لیک لوست کوي.

دغه نجونې مامورې دي چې په فرانسوي ژبه خبرې وکړي، د غوره کېدو روزنې وویني او یا هم باید د غوره او هوښیارو مېرمنو برخه واوسې چې د حاکم هوټو قوم شتمن سړي ورسره واده وکړي. هغوی باید په غوره، هوښیار او یوه ښه مسیحي وګړي بدل شي. هغه نجونې چې غواړي له ازادیو او هیلو ډک راتلوونکی ولري، خو د هغوی ژوند په سیاسي او ټولنیزو رېښه لرونکو تضادونو سره رامنځته شوی دی.

د «برلیناله» په نامه د برلین فلم اویایم نړیوال فېسټيوال، د فېبرورۍ په شلمه نېټه پیل او ټاکل شوې چې نن (یکشنبې د مارچ په لومړنۍ نېټه) پای ته ورسېږي.

د برلین فلم فېسټیوال، د ونیزن او کن فېسټیوالانو ترڅنګ، د نړۍ درې مهم او ستر فېسټیوالونه دي. 

د برلیناله د اویایم فېسټيوال د غوره دانستاني فلم کرېستالي اېږ جایزه، د دغه فېسټیوال د داورانو د پلاوي له خوا عتیق رحیمي ته ورکړل شوه.

شریک یي کړئ