Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قاچاق شوی لرغونی اثر بيرته اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې له هېواده قاچاق شوی لرغونی اثر دغه وزارت ته سپارل شوی دی.

یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دغه تاریخي اثر د بودایې پېر له دریمې تر څلورمې پیړۍ اړوند ګڼل کیږي او په هانګکانګ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، محمد رسول باوري ته د افغانستان د یوه خواخوږي ګبریل شاین له خوا تسلیم شوی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال څرګنده کړې چې یاد وزارت ژمن دی څو خپل تاریخي قاچاق شوي آثار بیرته هېواد ته راوګرځوي.

ښاغلي شاین همداراز د یاد لرغوني توکي د سپارلو پرمهال ویلي:« دا اثر مې څو کاله وړاندې تر لاسه کړی وو او هغه مهال په دې پوه شوی وم چې دا د افغانستان اړوند دی خو تر اوسه داسې مناسب فرصت نه وو پيدا شوی چې دا اثر خپل اصلي ټاټوبي ته وکرځوم.»

خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې:«‎ښاغلي باوري په دې مراسمو کې له نوموړي څخه له زړه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې نوموړی به له دیپلوماتیکې لارې وستایې.‌»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه اثر د یونیسکو په نړیوال کتاب کې ثبت او راجستر دی او د افغانستان ملي موزیم په کټلاک کې یې هم انځور شته.

خبرپاڼه وايي دا اثر د شترک د سیمې له آثارو شمېرل کیږي چې ډېر ژر به هېواد ته ستون او په ملي موزیم کې به نندارې ته کیښودل شي.

buddha

شریک یي کړئ