Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له رسامۍ تر طراحۍ؛فرنګیس څه ډول د لوېديځي جامو طراحي کوي

فرانګیس بخشي چې د اتم ټولګي زده‎کوونکې ده، د رسامۍ له هنر څخه په ګټنې سره، لوېدیځي جامې طراحي کوي.

هغه وايي چې د رسامۍ هنر یې په خپله زده کړی هېڅ ښوونکې ته نه ده تللې. څوارلس کلنه فرنګیس د رسامۍ له یوې کوچنۍ تختې او یوه پنسل سره د خپل فکر اندونه او انځورونه په دې توګه کاږي.

فرنګیس چې ښوونځي ته له تلو مخکې یې رسامي پيل کړې وايي په ښوونځي کې له شاملېدو وروسته یې د لوست د کتابونو انځورونه کاږل.

هغه وايي له رسامۍ او انځورګرۍ سره یې مینې دې ته اړ کړه چې د لوېدیځوالو د جامې طرحې انځور کړي.

هغه په دې اړه وویل:«غواړم د دې ترڅنګ چې رسامي کوم، طراحي هم وکړم ځکه چې دا دوه څانګې له یو بل سره نېږدې دي. کله چې کولای شم رسامي وکړم، طراحي هم کولای شم، خو د دغو طرحو اجرايي کول بله موضوع ده.»

فرنګیس د هېواد د یوې هنري څېرې ولي تلاش لور ده.ښاغلی تلاش وايي هڅه کوي ترڅو فرنګیس په دې لاره کې استوار ګامونه پورته کړي او مسلکي مهارتونونه زده کړي.

ښاغلي تلاش زیاته کړه:«د دې په هڅه کې یم چې فرنګیس کرا کرا مسلکي کېدو خوا ته ولاړه شي او مسلکي مهارتونو زده کړي.»

نوموړې په انځورګرۍ کې له رنګه قلمونو کار اخلي.

فرنګیس اوس د واقعي څېرو انځورول پيل کړي او وايي هېڅکه یې د ژویو انځورونه نه دي کاږلي ځکه ورسره لېوالتیا نه‎لري.

شریک یي کړئ