Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لینا علم د «۲۰۲۰امجن انډیا» فېسټیوال د څارونکي پلاوي غړې ټاکل شوې

د هېواد وتلې سینمايي لوبغاړې لینا علم د «۲۰۲۰ امجن انډيا» فېسټیوال چې ټاکل شوې په سپټمبر میاشت کې د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې جوړ شي د څارونکي پلاوي غړې شوه.

په سږني فېسټيوال کې، کابو ۱۵۵ فلمونه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګډون کوي.

د فېسټیوال څارونکی پلاوی د نړۍ د ۱۰ هېوادونو له ۲۰ غړو څخه جوړ او د ایرانۍ لوبغاړې مهتاب کرامتي له خوا یې مشري کېږي او لینا علم هم د غوره «ښځينه لوبغاړې» د ټاکلو مسوولیت به په غاړه ولري.

د تېر کال په فېسټيوال کې د طارق قیومي په کارګردانۍ سره «کاغذ پران سیاه» فلم نندارې ته کېښودل شو چې لینا علم په دغه فلم کې د «جمیلې» رول لوبولی دی.

لینا علم په ۱۳۵۷لمریز کال کې کابل کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغې په ۱۳۶۸لمریز کال کې په افغانستان کې د کورنیو جګړ له امله له خپلې کورنۍ سره امریکا ته کډواله شوه.

هغې په ۱۹۹۸زیږدیز کال کې سینما ته مخه کړه او تراوسه یې په لسګونو فلمونو کې رول لوبولی دی او ډېر شمېر جایزې یې هم ترلاسه کړې دي.

هغه د بچه کابلي، ولسمشر ته لیک او حسن په نامه فلمونو کې په د مرکزي لوبغاړي په توګه کار کړی دی.

هغې همدارنګه د «شیرین» په سریال کې چې طلوع ټلوېزیون او کابورا کې تولید شوی و، مرکزي رول ادا کړی دی.

د امجن انډيا فېسټيوال مدیر عبدالرحیم قاضي ویلي چې هیله ده دغه فېسټيوال یوځل بیا د کورونا ویروس له امله له ځنډ سره مخ نه شي.

هغه همدارنګه هیله لري چې په راتلوونکو کې دغه فېسټيوال کې د ښو فلمونو د حضور شاهد وي.
 
د دغه فېسټيوال د جوړېدو موخه، د هندي او همدارنګه د اسیا د نورو هېوادونو د کلتور ښه معرفي کېدل بلل شوي دي.

د فېسټيوال جایزې:

غوره فلم

غوره کارګردان

غوره ښځینه لوبغاړې

غوره نرینه لوبغاړی

غوره موسیقي

غوره سینما سوګرافي

غوره نسخه

غوره فلم لیک (فلم نامه)

غوره لنډ فلم 

شریک یي کړئ