Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د نوي کال په مناسبت د سمنک جشن

دسمنک جشن د هېواد یو له لروغونو دودونو څخه دی چې مېرمنې د نوي کال په شپه د سندرو په ویلوسره سمنک پخوي. د سمنک جشن جشن کې ښځې او نجونې سره راټولیږي او سندرې هم وايي.

 په هرات ولایت کې هم د نویيکال د سمنک جشن د لمانځلو لپاره یو شمېر مېرمنې راټولې شوې دي او دغه پخوانی دود لمانځي.

دوي په نوبت سره د سمنک دیګ کې څمڅه وهي او د خپلو حاجتونو لپاره د خداي تعالی دربار ته دعاګانې کوي.

د هرات د والي مرستیاله، مونسه حسن‎زاده وايي:«ښځې سره راټولې شوې دي، دا د هېواد دودیز جشن لمانځو، هیله ده چې سږ کال د خلکو په قسمت کې ښه روزي او سمسورتیا وي.»

دغه مېرمنې په دې باور دي چې سمنک جوړول یو ډول نذر دی او ټولې په هېواد کې د سراسري سولې د ټینګښت په هیله دغه خواړه چمتو کوي.

د هرات اوسېدونکی، نوریه آرین وايي:«ښځې او نجونې د نوي کال په شپه راټولیږي او کومه هیله چې لري په زړه کې یې نیسې او سمنک پخوي.»

د سمنګ جشن د هجري لمریز کال په پيل کې له نسلونو راهیسې په افغانستان کې دود دی او له ستونزو او ناخوالو سره سره بیا هم په پرتمنه توګه دا دود ترسره کېږي.

د هرات اوسېدونکې، نادره محمدي وايي:« مخکې مو هم دیګ کولو، دوستان سره راټولیدل، بیا مو همسایه ګانو ته سمنک ورکول، ډېره ښه میله به وه.»

په دې ځاي کې مېرمنې د سمنک په جشن کې په ګډون سره له یوې خوا دا پخوانی دود ژوندی کوي او له بله پلوه د وحدت او یووالي ننداره وړاندې کوي.

samanak

هرات کې د نوي کال په مناسبت د سمنک جشن

سمنک په افغانستان کې یو پخوانی دود دی چې تر ډېره د ښځو او نجونو لخوا ترسره کېږي

شریک یي کړئ