Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د امنیتي ګواښونو سربېره د هلمند سیند کلنۍ دودیزه مشاعره

د تېرې یوې نیمې لسیزې راپه دې خوا د هلمند سیند مشاعره تر سره کېږي. چي د هلمندي شاعرانو تر څنګ د هېواد د بېلابېلو ولایتونو څخه هم فرهنګ پالان او لیکوالان په‎کې ګډون کوي.

هلمند کې د امنیتي ګواښونو سربېره د هلمند سیند کلنۍ دودیزه مشاعره تر سره شوه. هلمندیان وايي یاده دودیزه مشاعره په دي موخه جوړوي، چې د نوي کال پسرلی په خوښیو سره پیل او تېر کړي.

د هلمندیانو په خبره همدا فرهنګي ناستې او مشاعرې دي چي دوی يي د خپلو خوښیو لمانځلو په موخه په‎کې ګډون کوي.

پدغه دودیزه مشاعره کې شاعرانو د هلمند سیند د اوبو ، سولې او ورورولی په اړه شعرونه وویل.

په داسې حال کې چې په هلمند ولایت کې امنیتي ګواښونه ډېر دي او د بزګر ورځې د جشن لمانځلو پرمهال د خلکو په منځ کې چاودنې د ډېرو کسانو ژوند واخست، د دې سربېره  بیاهم ډېریو کسانو په یاده دودیزه مشاعره کې ګډون کړی دی.  

د مشاعري ګډونوال وايي غواړي د داډول فرهنګي ناستو په جوړولو سره وښه يي چي هلمندیان نور له جګړو ستړي دي او د هوسا ژوند هیله لري.

د هلمند سنید په کلنۍ مشاعره کې ګډون کوونکی ذاهد اتل وايي:«دا د هلمندیانو او د هېواد د ذهن جوړولو او ولس ویښونې لپاره یوه ښه بېلګه ده. چې له نېکه مرغه دلته ترسره کېږي.»

ممثل ممنون مقصودي هم څرګندوي:«واقعاً چې د هلنمد او ټولو هېوادوالو لپاره د دغه راز مشاعرو ضرورت فوق العاده زیات دی. دا نه یوازې یو فرهنګي حرکت دی بلکې د افغانستان د جوړلو لپاره واقعاً شاعران طرحې لري، د یووالي، ورورۍ او د افغانستان د بیا ابادۍ لپاره.» 

د دغه ولایت سیمه‎يیز چارواکي څرګندوي چې جګړې او ناامنۍ نه‎شي کولای چې د هلمندیانو هیلط مړاوي کړي، د دوی په خبره هڅه کوي څو د امنیت په ټینګښت سره دا ډول دودیزې ناستې نورې هم ډېرې شي.

د هلمند والي یاسین خان وویل:«که‎څه هم په اوسني حالت کې هملند لاهم د جګړو ډګر دی، خو بیا هم د هلمند غرت من او توریالي ولسونه د هېواد د ډېریو ولایتونو د راغلو شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو کوربه دی.»

د ۱۳۸۴ لمریزکال راهیسې په هلمند کې هرکال د هلمند سیند مشاعره تر سره کېږي. او هلمندیان په دې هیله‎ چې د کال نوی موسم له خوښیو سره پیل کړي.

شریک یي کړئ