Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر صبا سحر وسله وال برید او بښنې نړیوال سازمان له خوا د هغه غندل

د بښنې نړیوال سازمان د هېواد د سینما او تیاتر مشهورې ادا کارې صبا سحر باندې وسله وال برید غندي او د خبریالانو او د بشري حقونو د کارکوونکو د ځاني خوندیتوب غوښتوونکی شو.

دغه سازمان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي:«د بشري حقونو دفاع کوونکو، سیاسي فعالانو، خیریالانو او سینمايي لوبغاړو باندې د بریدونو او وژنې زیاتوالی د اندېښنې وړ دی. دا بریدونه باید په جدي توګه وڅېړل شي او د هغوی عاملانو ته سزا ورکړل شي.

چارواکي هغه کسان چې تر ګواښ لاندې دي ساتنه وکړي.»تراوسه هېڅ ډلې او هېڅ کس د دغه برید پړه نه ده منلې.
 
 د مېرمن سحر خپلوانو ویلي دي چې هغه نن سهار کله چې له کوره د خپل کار په لور روانه وه د کابل د کارته نو سیمه کې پرې ډزې شوې دي چې له یوه ساتونکي او چلوونکي سره ټپي شوې ده.

مېرمن سحر په څو فلمونو کې کار کړی او د هغه ترڅنګ څو فلمونه یې هم جوړ کړي دي.

هغه همدارنګه د «صبا فلم» موسسې بنسټ اېښودونکې ده او درې خپلواکه فلمونه په خپلې کارنامه کې لري.

Sahar

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه