Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بامیانو کې د دمبورې دویم کلنی فېسټیوال ترسره شو

بامیان، د دمبورې د دویم کلني فېسټیوال کوربه دی چې په هغه کې د کابل په ګډون د بامیانو د ګاونډیو ولایتونو ډېریو اوسېدونکو هم ګډون کړی دی.

دا فېسټیوال نن (جمعه د چنګاښ په ۸ مه) د بامیانو د «ولایت په پارک» کې پیل شو، ټاکل شوې ده سبا ته په بند امیر کې دوام پيدا کړي.

د بامیانو والي طاهر ظهیر وايي چې ټاکل شوې ده سږکال څلور ستر او کوچني فېسټیوالونه هم په بامیانو کې ترسره شي.

ښاغلي ظهیر زیاته کړه چې د دغه فېسټیوال له جوړولو موخه، بامیانو ته د ګرځندویانو او سیلانیانو جلب او د هېواد په ځانګړې توګه د بامیانو د کلتوري ارزښتونو خوندیتوب دی.

هغه زیاته کړه:«هغه فېسټیوالونه چې تېر کال مو په لاره واچول، په بامیانو کې د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو د جلب لامل شو چې تېر کال موږ په بامیانو کې ۳۰۰ زره ګرځندویان درلودل.»

 دغه فېسټیوال ته، له کابل، غزني، میدان وردګو، بامیانو، غور او دایکندي ولایتونو څخه د محلي او سیمه‎ییزې موسیقۍ ۱۱ ډلې او ۵۰ سندرغاړي او د محلي موسیقۍ ښوونکي بلل شوي وو.

یو له دغو سندرغاړو څخه صفدر توکلي وايي:«که‎څه هم شرایط ښه نه دي، خو باید هنرمندان په پام کې ونیول شي- هنرمندان د دولت بلبل او ژبه ده.»

د تېر کال په خلاف، سږکال په دغه ولایت کې د دین عالمانو د دغه فېسټيوال له جوړولو سره هېڅ مخالفت ونه کړ. له همدې امله فېسټیوال له شور او ځوږ سره مل وه او ښځو او سړیو پراخ ګډون درلود.

بامیان، د ګرځندویۍ جذبو له امله هر کال د زرګونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د حضور شاهد وي.

بند امیر، د ګرځندویۍ یو له دغو ځایونو څخه دی چې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د افغانستان د لومړي ملي پارک په نامه ونومول شو.

بامیانو ته د خصوصي هوايي شرکتونو د نه الوتنو سربېره، د بامیانو والي وايي چې په تېرو درې میاشتو کې دغه ولایت ته څه باندې سل زره ګرځندویان راغلي دي.

شریک یي کړئ