Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بلخ کې فرهنګیانو د چلې یا یلدا شپه ولمانځله

د بلخ ولایت ځينو اوسېدونکو او فرهنګیانو د «یلدا یا چلې شپه» یعنې د کال تر ټولو اوږده شپه له بېلابېلو پروګروامونو سره ولمانځله.

هغوی د شعر ویلو، سندرو، سماع نڅا او د نندارې پروګرام په اجرا کولو سره دغه شپه رڼه کړه.

د چلې په شپه کې د بلخ راټول شوي فرهنګیان د چلې شپه د هېواد له لرغونو دودونو ګڼي او وايي چې د یلدا په شپه سره راټولېدل د ملي یووالي او د یو بل منلو بېلګه ګڼي.

شاعر عبدالوهاب مجیر په دې اړه وویل:«هغه پيغام چې د یلدا شپې لمانځنه یې لري؛ دا دی چې انسانان سره نږدې کوي او د انسانانو ترمنځ واټن له منځه وړي.»

اور چې د روښنایۍ نښه ده لګولی او هغه د تورې تیارې او ظلمت پر وړاندې رڼايي بولي. هندوانه او انار د یلدا د شپې ځانګړې مېوې دي. دغه دوه سور رنګه مېوې چې د لمر د سوروالي نښه ده، په دسترخوانونو کې د رڼایۍ لپاره یو زېری شمېرل کېږي.

هغو کسانو چې په دې پروګرام کې ګډون کړی په دې باور دي چې، یلدا شپه د هېواد د خلکو په ژوند کې ځانګړی ځای لري او له همدې له امله د هغو پر ترسره کېدو ټینګار کوي.

دغه پروګرام د مزارشریف د ښاروالۍ له لوري جوړ شوی او د هغې موخه، د لرغوني کلتور ساتنه او د دغه بنست او خلکو تر منځ نږدې والی په ګوته شوی دی.

خلک د یلدا شپه د لمر تر راختو چې د ځلا او تودخې ښکارندوی دی، سبا کوي او هیلې لري چې، د سولې او آرامتیا لمر هم په هېواد کې وځلېږي.

شریک یي کړئ