Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په مزار شریف کې د نجونو له خوا د دودیزو جامو ننداره

د لومړي ځل لپاره د نجونو او هلکانو یوې ډلې په مزارشریف کې د هېواد د بېلابېلو قومونو د دودیزو جامو ننداره جوړه کړه.

دا ننداره د سې‎شنبې پر شپه (د وري په ۲۳ مه) د مزارشریف ښار په یوه تفریحي پارک کې جوړه شوه.

په دغو مراسمو کې د سندرغاړو، لیکوالانو، فرهنګیانو، د مدنې ټولنې د غړو او کورنیو په ګډون کابو سل مېلمنو ګډون کړی وه.

دغو موډلانو بېلابېلې جامې لکه لنډ او اوږده کمیسونه او دودیزې جامې له هغې ډلې، پټو او چپنې  نندارې ته وړاندې کړې.

د ملي موډلانو د ډلې مسوول اجمل حقیقي په دې اړه وویل:«نړیوال له افغانستانه ښه انځور نه‎لري تل فکر کوي چې په افغانستان کې جګړه ده، وحشت دی، طالب دی، داعش دی، ځانمرګی او چاودنه ده خو موږ له دغه کار سره ثابته کړې چې پنځه زره کلن تاریخ لرو.»

په دغې ننداره کې د کورنیو او نجونو حضور رنګینه وه، هغه څه چې ظاهراً د نندارې د جوړونکو له موخه هم وه.

نیلاب اعظم‎زاده په بلخ ولایت کې د مډل ډلې مشري پرغاړه لري او د دودیزو جامو ښودلو پروګرام هم د نوموړې لخوا اجرا کېږي.

هغې د طلوع نیوز د دې پوښتنې په ځواب چې د هېواد د دودیزې ټولنې د حساسیتونو په اړه اندېښمن نه ده وویل:«زموږ موخه څرګنده ده، چې زموږ د اصلي کلتور دودول دي او موږ خپل پرمختګ وینو، زموږ په وړاندې که ناامني وي، نارضایتي وي، هره ننګونه چې وي موږ یې په وړاندې درېږو.»

په دغې ننداره کې د هېواد نارینه او ښځینه جامې څه باندې پنځه طرحې ښودل کېږي.

امید ارمان ځوان موډل چې بدخشاني دودیزې جامې یې اغوستي وویل:«زموږ موخه د افغانستان د پنځه زره کلن کلتور دودول دي.»

بل ځوان او تاند موډل عذیر جبارخېل چې د هلمند اصلي اوسېدونکی دی په داسې حال کې چې توره پګړۍ په سر او دودیزې جامې یې اغوستي دي وايي:«موږ خپل کلتور ته درناوی لرو.»

هغه کسان چې په دغو مراسمو کې برخه لري د دې پروګرام په ستایلو سره وايي باید دا نندارې په مسلکي توګه ترسره شي.

د مزارشریف اوسېدونکی ضیاالله څرګنده کړه:«په یوه صمیمي فضا کې دا پروګرام ترسره شو د هغې ورځې په هیله چې په افغانستان کې ټول مېشت قومونه یووالی او اتحاد ولري او موږ د یو بل ترڅنګ وو.»

شریک یي کړئ