Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د نجونو د نقاشۍ د نندارتون جوړېدل

د زده‎کوونکو نجونو د نقاشۍ د ۱۳۰ اثارو او لاسي جوړ شویو توکو نندارتون، نن (جمعه د وږي په ۳۱ مه) د هرات ولایت په یوه ښوونځي کې نندارې ته کېښودل شول.

د دغه نندارتون جوړونکي وايي چې دغه نجونې خپل لیدلوري د سولې او د هېواد د راتلونکي په اړه نقاشي کړي دي.

زده‎کوونکې هم ټینګار کوي چې د هېواد اوسنی کړکېچ، هغوی یې سولې او روښانه راتلونکې ته د رسېود لپاره نهیلي کړي نه دي.

یوه له دغو زده کوونکو څخه ظاهره فروتن وايي:«نننۍ ټولنه چې د ځوړ له حالت سره مخ ده،هنر کولای شي د بیا پیل لپاره یوه ښه وسیله وي.»

دغه زده‎کوونکې نجونې د هېواد د ځوان نسل پر ځواکمنتیا ټینګار کوي او وایي، چې راتلونکی نسل دې د هېواد د اوسنیو ستونزو حل لپاره هڅې وکړي.

له دې سره، چې ځینې باور لري، د اوسنیو کدرونو غوړېدا لپاره کار نه دی شوی.

یوه بله زده کوونکې صالحه فرحت هم څرګندوي:«موږ افغانان دا استعداد لرو او نن د دې زمینه ده چې وکړای شو خپل استعدادونه نندارې ته وړاندې کړو. تا ټول استعدادونه او وړتیاوې د افغان ځوانانو ښودنه کوي.»

ځینو زده‎کونکو هلکانو هم رسمونه نندارې ته اېښي دي. دوی وايي، چې دا کار یې د ځانونو د وړتیاو د ښوولو لپاره کړی دی.

یوه زده کوونکي یاسر بهزاد په دې اړه وویل:«زه غواړم، هغه پټ هنر ته چې په ما کې نغښتی دی انځور کړم.»

دا نندارتون د سولې د اوونۍ دلمانځنې په موخه، د لسګونه زده‎کوونکو په ګډون سره، په یوه خصوصي ښوونځي کې جوړ شوی وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه