Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل پوهنتون کې د یووالي او نږدېکت لپاره هنري نندارتون

کابل پوهنتون کې د «هم‌دلی/نږدېکت» تر نوم لاندې هنري نندارتون ته له سلو ډېر هنري اثار د نندارې لپاره راوړل شوي دي. 

دغه اثار چې ۱۰۰ تنو هنرمندانو، په بېلابېلو وسایلو نقاشي او رسم کړي دي، د خلکو په زړو کې د مینې کرلو لپاره نندارې ته وړاندې شوي. 

د دې نندارتون مسؤل یما ادیب کابلی وايي، خلکو ته خوښي او مینه ورکول يې یوازینی هدف دی.

هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «د زړونو یووالی د ژبې تر یووالي بهتره دی، موږ وغوښتل د هنري اثارو په نندارې سره یو نږدېکت او همدلي پیدا کړو او د دې نندارتون په وسیله وکولی شو، ستړو شونډو ته موسکا ورکړو.»

د سمیع فقیري په نوم یو تن نقاش هم ورته څرګندونې لري، هغه وايي: « سره راټول شوو او د همدلي تر سرلیک لاندې مو یو ښه نندارتون پرانیست.»

په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي اثار د ۲۵نجونو او ۲۵ هلکانو له لوري رسم او نقاشي شوي دي. 

دوی په بېلابېلو وسیلو خپل هنري اثار رسم او نقاشي کړي دي، د مصور احمدي په نوم یو تن نقاش وايي: «دا د بخمل په ټوټه د روغني رنګ ډول دی، چې کم کارېږي، دی ته د بخمل په تکیه کار کول وايي.»

د عتیق الله نظري په نوم یو بل تن هنرمن وايي دوی د دې نندراتون له لارې وښوده چې ډېر نغښتي استعدادونه په افغانستان کې شته. 

هغه وايي: «موږ وغوښتل چې د خپل هنر له لارې دا وښیو چې په افغانستان کې داسې وړتیاوې شته چې تر خاورو لاندې دي او باید له دې لارې تازه جوړ شي.»

په دې نندارتون کې د تاریخي اثارو تر څنګ د ښځینه‌و ژوند، ځینې لوبې او طبعیتي ښکلاوې هم را اخیستل شوې دي. 

د دې نندارتون یوه نندارچي مریم ژولید وايي: «ځينې تابلوګانو د سولې او ښځو په اړه پیغامونه لرل، ټول اثار ډېر ښایسته و او یو ښکاره پیغام يې درلود.»

د زبیر عارف په نوم یو بل تن نندارچي وايي افغانستان بېلابېل هنري اثار په جګړو کې له لاسه ورکړي، د داسې هنري نندارتونونو په وسیله کولی شو، چې د فرهنګ بیا رغونه وکړو. 

عارف زیاتوي: «په جګړو کې افغانستان ډېر هنري اثار له لاسه ورکړي، دا ډول نندارتونونه کولی شي، د یو فرهنګ د بیا رغونې تازه انګېزه موږ ته راکړي.»

د دي نندارتون مسؤلین وايي تر اوسه يې  تر اتو ډېر هنري اثار تر درې زره ډالر په پورته قیمت پلورلي دي. 

په همدې نامه دا دویمه هنري ننداره ده.
 
شریک یي کړئ