Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د واټ ته څېرمه د کتابونو نندارتون؛ «کتابونه سوله راولي»

د «کتابونه سوله راولي او جګړې ته نه وايي»تر نامه لاندې د واټ ته څېرمه د کتابونو لومړنی نندارتون نن (شنبې د سلواغې په ۱۲مه) کابل کې پرانیستل شو.

په دغه دوه ورځني نندارتون کې چې په خپل ذات او د کابل په دغې برخه کې بې مخینی ګڼل کېږي، شپږ زره کتابونه چې کابو دوه زره او ۵۰۰ بېلابېل اثرونه په کې شامل دي، چې د دوه خپرندویه ټولنو له خوا نندارې ته اېښودل شوي دي.

د دغه نندارتون جوړونکي وايي چې دغه کار په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره یو سمبولیک خوځښت دی.
 
د واټ ته څېرمه د کتابونو د نندارتون یو جوړونکی شاهد فرهوش وویل:«تر هغې چې موږ کتاب ونه ولولو او تر هغې چې موږ په کتاب منګولې ونه لګوو، تر هغې چې موږ کتاب خپل ملګری ونه ګڼو، نه شو کولای چې یوې نسبي سولې ته ورسېږو؛ تل پاتې سوله خو په ځای پرېږده.»

دغه نندارتون چې نن سهار پرانیستل شو او له هماغه لومړنیو ساعتونو، د کابلیانو له تود هرکلي سره مخ شو.

په دې ډله کې داسې کسان هم شته چې وایي د بل کار لپاره له کوره وتلي وو؛ خو د واټ ته څېرمه د کتابونو دغه جوړ شوي نندارتون د ځان پر لور ورمات کړل.

د کابل اوسېدونکې سلیمه شریفي وايي:«انسانان له کتاب پرته نه شي کولای چې په خپل ژوند کې هېڅ ډول بدلون راولي. په دې دلیل د کتاب لوستل ډېر ګټور دي.»
 
د پروان اوسېدونکی دل‌آغا او د دغه نندارتون ننداره چي وايي:«دلته باید کتاب لوستل دود شي او موږ باید د خپلو ماشومانو لپاره، د خپلو ځوانانو دا ډول نندارتونونه ډېر جوړ کړو.»

کابل کې د واټ ته څېرمه د کتابونو نندارتون، یو نوی کار دی؛ خو له دې مخکې د کتابونو ستر نندارتونونه د کابل په بېلابېلو برخو، په پوهنتونونو، او ښوونیزو مرکزونو کې جوړ شوي دي.

برگزارکننده‌گان این نمایشگاه، می‌گویند که این کار، حرکت نمادین ازبهر تأمین صلح در کشور است.

شریک یي کړئ