Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې موډلې نجونې د افغانستان د سنتي کلتور د پراختیا په لټه کې

ځینې نجونې چې په کابل کې د یوه کلتوري موډلانو ډلې غړیتوب لري، هڅه کوي چې د سنتي جامو په چمتو کولو او نندارې سره، د هېواد د کلتور په پراختیا کې ونډه واخلي.

د دغې ډلې غړي وايي چې په ودونو کې له دغو جامو څخه ګټه اخیستنه د زیاتېدو په حال کې ده.

مهال واک چې اولس کلنه ده او د ښوونځي د لسم ټولګې زده کوونکې.هغه لغمانۍ پیغله چې په وروستیو کلونو کې له تاوتریخوالي لېرې نه وه، خو مهال؛ په کابل کې هڅه کوي، هغه انځور رښتینی کړي چې د خپل راتلونکي لپاره یې په فکر کې وه، د پلرني ټاټوبي له جګړو لیرې ګام پورته کړي.

دا چې د شپږ کسیزې کورنۍ تر ټولو کشره غړې ده، پنځه میاشتې وړاندې د کلتوري موډلونو یوې ۳۴ کسیزې ډلې سره یوځای شوې او همدا راز سینمایي کارونه هم کوي.

مهاک واک زیاتوي:«په افغانستان کې مې د موډل په نامه څوک نه پېژنده، همدا شان فرهنګي موډلان هم! په خپله مې هم فکر نه کاوه، کله چې دلته راغلم او دوی مې له نېږدې ولیدل، را ته ډېر خوندور وه.»

model

د دغو کلتوري موډلانو ډلې غړو، د خپلو هم‎نسلانو په څېرې، له اوښکو او خوښیو ډکې ورځې تېرې کړي او دې ځای ته رسېدلي دي.

ځينې یې خورا مخکښې دي، ځینې هم تازه ورسره ملګرې شوي او د افغانستان په څېر هېوادونو کې د موډلانو پر وړاندې شته ننګونو سره مخامخ کېدو ته چمتو دي.

د دغې ډلې غړې عاطفه فصیحي وايي:«دا فرهنګ، زما او زما د ډلې نه دی، په یوه یوموټي افغانستان پورې اړه لري.!»

فاطمه سعیدي چې هغه هم موډله ده د خپل کار په اړه داسې وايي:«یو ډېر ښه حس لرم چې یوه موډله یوم او خپل افغاني جامې نندارې ته وړاندې کوم.»

خو دې ډله کې یوازې پنځه نجونې دي.هغه شمېر چې د مسوولینو په وینا، په خورا ستونزو یې برابر کړی.

د افغانستان د فرهنګي موډلانو د ډلې مسؤول اجمل حقیقي په ډاګه کړه:«موږ درې نیمې میاشتې ازمایښتي وخت لرو، دوی د درې نیمو میاشتو لپاره کار کوي وروسته بیا صحنې ته راځي.له دې مودې وروسته موږ یوه بله برخه لرو چې لومړی د پام وړ نجونې هلته ظاهرېږي.»

افغانستان کې د موډلینګ په څېر برخو د پراختیا لپاره د هڅو له زیاتوالي سره داسې باورونه شته، چې له دغې لارې، د هېواد د کلتور په دودولو کې به هم هڅې وشي.

د هغو جامو برابرول چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ژوندانه مخینه ژوندۍ کوي، له دغو ټاکنو یوه ده.

د فرهنګي موډلانو د ډلي غړي چې ډېری یې هلکان او ۵ تنه یې نجونې دي وايي هڅه کوي ترڅو د افغانستان د سنتي جامو له اغوستو سره د دغه هېواد کلتور ته پراختیا ورکړي.

شریک یي کړئ