Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغاني دوتار یونسکو کې د ایران په نامه ثبت شوی

هرات کې هنرمندان او فرهنګیان وايي چې یونسکو دوتار چې یو افغاني او هرات ولایت پورې تړلې د موسیقي اله ده، د ایران په نامه ثبت کړی دی.

دوی په دې باور دي چې دوتار د افغانستان جغرافیا او پخواني خراسان سره تړاو لري او زیاتوي چې د موسقي دا اله په افغانستان په ځانګړې توګه هرات کې جوړه شوې ده، خو د حکومت بې پروايي لامل شوي چې دا اله بل هېواد په خپل نوم ثبت کړي.

دغه فرهنګیان وايي چې د دوتار په اتمه پېړۍ کې هرات کې جوړ شوی دی.

هنرمند، مهدی افشار په دې اړه وايي:«غلا کیږي(فرهنګي میراث) یونسکو کې یې په خپل نوم ثبتوي، یو هنرمند دا کار نه کوي، دا کار غیرمسلکي کس کړی، ځکه یو هنرمند هیڅکله دروغ نشي ویلی.»

د هرات فرهنګیان له حکومت نه غواړي څو د افغانستان په نامه د فرهنګي میراث ثبت لپاره دې له قانوني لارو هڅې وکړي.

هرات کې د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو انستیتیوت مسوول، شاهین مردان وايي:«کیدی شي چې ایران او افغانستان ترمنځ ګډه اله ووسي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه غواړو چې دا مسله دي په جدي توګه تعقیب کړي.»

شاعر او لیکوال، روح الامین امیني زیاتوي:«یوازې د دوتار مسله نه ده، تاسې پوهیږئ چې مخکې د مثنوي معنوي د ثبت مسله وه، بله دا چې چوکان بازي، هغه لوبه چې ایران په خپله نوم یونسکو کې ثبت کړه.»

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د بلخ مولانا مثنوي معنوي د ترکیې او ایران فرهنګي میراث په نامه ثبت شو.

دوتار د افغانستان جغرافیا او پخواني خراسان سره تړاو لري او د موسقي دا اله افغانستان په ځانګړې توګه هرات کې جوړه شوې ده

شریک یي کړئ