بازار
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
بازار: هېواد کې د ګازو او تیلو پر بازار د حکومت نه څار
حکومت هېواد کې پر تیلو او ګازو څارنه نه کوي. که څه هم ولسمشر غني کابو یو نیم کال مخکې د تیلو او ګازو د تنظیم ادارې د جوړولو فرمان ورکړ، خو لا هم دا اداره نه ده رامنځته شوې.
له بلې خوا هېواد کې د دولتي ګازو او تیلو شرکتونه وايې چې په بازار کې د بیوو زیاتوالي مخنیوی د دوی دنده نه ده.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع خبرې شوې دي.