Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اجرائیه ریاست: موږ له پراخ پروګرام سره په بروکسل ناسته کې ګډون کوو

په راتلونکو لنډو ورځو کې د بروکسل ناسته د افغانستان لپاره د درې میلیارډه ډالرو مرستو راغونډولو په موخه ترسره کېږي او ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې کابل پرځان د بسیا کېدو اوږدمهاله کړنلاره وړاندې کړي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال وايي، تمه کېږی چې نړیواله ټولنه څلورو کلونو لپاره د افغانستان سره خپلې مرستې وغځوي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال، امید میثم وايي:«له دې ډول ناستو څخه د کابل ګټنه اصلي فکتور دی او غوښتنې دا دي چې د ملي یووالي حکومت خپلې کړې ژمنې عملي کړي.»

ټاکل شوې ده چې افغانستان په بروکسل ناسته کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د درې میلیارډه ډالرو مرسته ترلاسه کړي او پر ځان د بسیاینې پروګرام وړاندې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه، هارون میر څرګندوي:‎«په دې کنفرانس کې د افغانستان د حکومت کارکړنې څېړل کېږي او له مخې یې د مرستو غوښتنه کېدی شي.»

ټاکل شوې وه چې له بروکسل ناستې مخکې د لویې جرګې راغوښتل او د پارلماني ټاکنو نېټه روښانه شي، خو ویل کېږي چې د ملي یووالي حکومت مشرانو ترمنځ دې ستونزې ته پام نه دی شوی.

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه، حامد صبوري وايي:«دواړه یې که په کنفرانس کې ګډون وکړي، ستونزه نشي پټولی، باید دا ستونزه هواره کړي.»

اوس‎مهال د افغانستان اویا سلنه لګښتونه د نړیوالې ټولنې له خوا برابریږي او د دې حالت دوام د اندېښنې وړ بلل کېږي.

مخکې له دې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي وو چې د افغانستان له حکومت سره به د درېیو میلیارډه ډالرو مرسته سپین چک نه وي، بلکې دا مرستې به د افغانستان له خوا د اداري فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو پورې تړلې وي.

په راتلونکو لنډو ورځو کې د بروکسل ناسته د افغانستان لپاره د درې میلیارډه ډالرو مرستو راغونډولو په

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه