Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغان حکومت سره د اروپايي ټولنې د ۲۰۰ مېلیونو یورو مرسته

اروپايي ټولنه د ښې حکومتوالۍ په برخه کې په دوه راتلونکو کلونو کې له افغان حکومت سره ۲۰۰ مېلیونه یورو مرسته کوي.

د اروپايي ټولنې مسؤولان وايي چې دغه مرستې د بروکسل په غونډه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د مرستو سربېره به په دوو راتلونکو کلونو کې د ښې حکومتوالۍ لپاره افغانستان ورکړل شي.

د دغې ټولنې چارواکي وايي چې د دغو مرستو په بدل کې افغان حکومت مکلف دی چې دغه مرستې په اغېزمنو پروګرامونو ولګوي.

د اروپايي ټولنې د نړیوالو پراختیايي همکاریو کمېشنر نیون میماکا څرګنده کړه:«د دغه تړون لاسلیک له افغان دولت سره د اروپايي ټولنې په پراختیايي همکاریو مهم ګام دی.دغه ټولنه ژمنه ده چې د خپلو مرستو اغېزمنتیا پر افغاني لوري د اعتماد د نښې په توګه زیاتوالی ورکړي او افغان طرف هم خپل اصلاحاتي پروګرامونه پلي کړي.موږ خپل مالي ملاتړ اصلاحاتو په برخه کې د رضایت وړ پرمختګ پر بنسټ برابره وو.»

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وايي:«د ښې حکومتوالۍ تړون یو ګټور میکانیزم دی چې د اروپايي ټولنې مرستې د افغانستان د اصلاحاتو له پروګرام سره همغږي کوي.دغه تړون افغان دولت ته زمینه برابره وي ترڅو د افغانانو د ژوند د ښه کولو په موخه خپل پراختیايي لومړیتوبونه عملي کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم اروپايي ټولنې د افغان حکومت په بودیجې او د افغانستان د پروګرامونو د لومړیتوبونو په لګښت کې خبر ورکړی وه.

اروپايي ټولنه د ښې حکومتوالۍ په برخه کې په دوه راتلونکو کلونو کې له افغان حکومت سره ۲۰۰ مېلیونه یو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه