Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بانکي مون: افغانستان کولی شي چې پرنړیوالې ټولنې حساب وکړي

د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون نن چهارشنبې د بروکسل ناستې په لومړۍ ورځ وویل چې د افغانستان خلک کولی شي چې د نړیوالې ټولنې پر مرستو حساب وکړي.

بانکي مون وړاندې وویل چې دا بنسټ چمتو دی چې له افغانستان سره مرسته وکړي خو دا هېواد باید ښځو ته ډېره وڼده ورکړي.

نوموړي همداراز د له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له جوړېدو هرکلی وکړ، خو زیاته يې کړه چې د کورنیو بې‎ځایه شویو او ملکي کسانو مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه لري. ده په دې برخه کې د نړیوالو همکارانو د ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.

بانکې مون څرګنده کړه چې سوله او پرمختګ سیمه‎ییزې همکارۍ ته اړتیا لري او د افغانستان له سیمه‎يیزو همکارانو یې غوښتنه وکړه چې د باثباته افغانستان له رامنځته کولو کې خپله ونډه ترسره کړي.

ده وویل چې پیغام یې روښانه دی "افغانستان سره پرځان بساینې او پرمختګ لپاره مرسته وکړئ."

بانکې مون زیاته کړه:«څو لسیزې کېږي چې موږ له یو بل سره اړیکې لرو او په راتلونکو میاشتو کې به د افغانستان ۷۰ کلن غړیتوب بشپړه شي. نړیواله ټوله باید له دې موکې( بروکسل ناسته) د پرمختللي افغانستان جوړېدو لپاره استفاده وکړي.«

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، جان کري په دې ناسته کې څرګنده کړه:«سره له ستونزو، زه د افغانستان راتلونکي لپاره هیله‎من یم.«

کري وړاندې وویل چې د ۲۰۰۱ زیږدیز کال په پرتله د مور او ماشوم په مړینه کې ۷۵ سلنه کموالۍ راغلی، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی زیات شوی او دا د لارې پیل دی.

د زیاته کړه، یوازې یو شمېر کسان نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي او حزب اسلامي هوکړې ته یې اشاره وکړه چې «دا هوکړه د پیل لپاره یوه ښه بېلګه وه.«

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې دافغانستان پولیس او اردو پر خپلو پښو درېدلې ده او له ترهګرو سره مبارزه کوي، خو «بله لارې د سولې پر لور هم شته چې سیاسي هوکړه د سولې پر لور یوازېنۍ لار ده.

دی څرګندوي، په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې مرسته‎کوونکي سره راټول شول تر څو د څلور کلونو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي او ژمنه یې وکړه چې « موږ به خپل افغان دوستان یوازې پرېنږدو.«

ده وویل چې د افغانستان خلک د پرمختګ غوښتونکي دي او د دې غوښتنې لپاره ژمن دي.

د بروکسل په ناسته کې افغان ولسمشر اشرف غني هم وینا درلوده او په تېرو کلونو کې یې د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنې په لنډه توګه بیان کړې.

ښاغلي غني زیاته کړه:«افغانستان له داسې ګواښ سره مخامخ دی چې نړۍ ګواښوي.«

ولسمشر غني همداراز په ناسته کې له حاضرو کسانو غوښتنه وکړه، د هغو کسانو د درناوي په موخه دې شیبه سکوت وکړي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې وژل شوي دي.

غني وویل، مهمه ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې سیمه‎ییز همکاران ووسي.

ده زیاته کړه:«ترهګري نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ لپاره هم ګواښ بلل کېږي. د ترهګرو رېښې په سیمه کې دي او موږ په ملي کچه د مثبت سیاست غوښتونکي ووسو، خو ترهګري یوه لنډمهاله ښکارنده ده نه منځمهاله.«

غني وویل چې نړیواله ټولنه د ډېرو کلونو لپآره د افغنستان ترڅنګ ولاړه ده او اوس‎مهال ډېرې ستونزې ښوونې روزنې، فقر او د مړینې لوړه کچې په برخه کې شته.

د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون نن چهارشنبې د بروکسل ناستې په لومړۍ ورځ وویل چې د افغانستان خلک

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه