Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جان کېري:طالبان باید د حزب اسلامي هوکړه لیک د ځان لپاره یوه بېلګه وبولي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د چهارشنبې په ورځ(د تلې ۱۴ مه) طالبانو ته په خطاب کې وویل چې طالبان باید د افغان حکومت او د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې هوکړه لیک د ځان لپاره یوه بېلګه وبولي او له عزت سره د سولې له بهیر سره یوځای شي.

جان کېري د بروکسل په غوڼده کې چې د افغانستان لپاره جوړه شوې حاضرو استازو ته وویل چې طالبان نه شي کولای د جګړې په ډګر کې بریالي شي.

د روتیرز خبري آژانس په نقل جان کېري وویل:«طالبان کولای شي چې د حزب اسلامي په توګه له افغان دولت سره سوله وکړي او تاوتریخوالي ته پای ورکړي.هغوی نه شي کولای د جګړو په ډګرو کې بریالي شي.سیاسي هوکړه‎لیک د جګړې پای ته یوازینۍ لاره ده،سولې ټیکاو او هغو موخو ته رسېدل دي چې نړیوالو ځواکونو هغې ته د رسېدو لپاره مبارزه کړې.»

د رویتر خبري اژانس په نقل قول سره،جان کېري د ملي یووالي حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ هوکړه لیک ته په اشارې سره وویل:«دا هوکړه لیک هغه بېلګه ده چې ښيي چې کوم کارونه د پلي کېدو امکان لري.فکر کوم چې په دغې ناسته کې هر څوک طالبانو ته پیغام لري چې دغه هوکړه د بېلګې په توګه وبولي.»

د سولې د هوکړه لیک پر بنسټ چې تېره اوونۍ د افغان حکومت او د حزب اسلامي ترمنځ لاسلیک شو‎،حزب اسلامي مکلف دی چې له نړیوالو ترهګرو سره خپلې اړیکې پرې او د مېرمنو حقونو او لږکیو پر شمول اساسي قانون ته درناوی وکړي.

ښاغلي کېري زیاته کړه:«د دغو ژمنو په وړاندې،د حکمتیار ډله کولای شي له خپلو پټن ځایونو څخه راووځي او د افغانستان له ټولنې سره یوځای شي.»

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ،د حکمتیار تېر جرمونه به وبښل شي او د دغه ګوند څرګند بندیان به له بندخونو څخه ازاد شي.همدارنګه افغان حکومت هڅه کوي چې د حکمتیار په وړاندې نړیوال بندیزونه له منځه یوسي.

د رویتر خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ، کېري څرګنده کړه چې ټاکل شوې ده چې د بروکسل په غونډه کې نړیواله ټولنه افغانستان سره ۳ مېلیارده پراختیايي مرستو ژمنه وکړي.دغه مرستې د دې ښودنه کوي چې نړیواله ټولنه د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده.

کېري وویل:«طالبان او د دغې ډلې متحدین نه شي کولای زموږ روحیه کمزرې کړي او موږ خپل افغان دوستان یوازې نه پرېږدو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د چهارشنبې په ورځ(د تلې ۱۴ مه) طالبانو ته په خطاب کې وویل چې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه