Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بروکسل په غونډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ۵۰۰ مېلیون ډالري مرسته

د بهرني سیاست په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د بروکسل په غونډه کې د افغانستان لپاره د خپل هېواد د ۵۰۰ مېلیون ډالري مرستې کڅوړه اعلان کړه.

ښاغلي عزیز افغانستان ته د دغو مرستو د زمینې برابرول په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د لا پراختیا لپاره بولي.

په همدې حال کې د پاکستان دولت اعلان کړی چې دغه شمېر د هغو ۵۰۰ مېلیون ډالرو څخه جلا دی چې مخکې د دغه هېواد له خوا د افغانستان د بیخ بنسټونو،ښوونې او روزنې او روغتیا په برخه کې اعلان شوې وې.

سرتاج عزیز زیاته کړه چې پاکستان د ۳۰۰ افغان زده‎کړیالانو لپاره تحصیلي بورسونه برابر کړي او دغه هېواد ژمن دی چې د بورسونو ورته شمېر د افغان زده‎کړیالانو لپاره د طب،انجینیرۍ،بانکدارۍ او نورو تحصیلي څانګو کې برابر کړي.

د بروکسل غوڼده په ۲۰۱۲ کال کې د توکیو د غونډې لړۍ ده او موخه یې له افغانستان سره د نړیوالۍ ټولنې د مالي او سیاسي مرستې د ژمنې غځول دي.

سرتاج عزیز د افغانستان د سولې بهیر ته په اشارې سره، په افغانستان کې تلپاتې سولې او ټيګاو ته د رسېدو لپاره سیاسي خبرې اترې یوه معقوله لاره وبلله.

هغه د سولې له هوکړه لیکه څخه چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ لاسلیک شو له هرکلي سره وویل چې هېواد یې ژمن دی چې د همغږې ډلې په توګه د تلپاتې سولې د رامنځته کېدو لپاره به خپلې جدي هڅې وکړي.

عزیز ټينګار وکړ چې د طالبانو په اړه د پاکستان دریځ دا دی چې تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د بهرني سیاست په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د بروکسل په غونډه کې د افغانستان

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه