Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ژنیو غونډې د ترسراوي نېټه مشخصه شوه

د سولې مذاکراتو له پیل سره هم مهاله، ټاکل شوې ده چې د ژنیو ناسته چې په هغه کې د افغانستان تمویلونکي له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام په هکله پرېکړه وکړي، په نږدې دوه میاشتو کې جوړه شي.

د دغې غونډې کوربه وايي چې دغه ناسته به د روان زیږدیز کال د نومبر میاشتې په ۲۳ او ۲۴ جوړه شي.

مالیه وزارت وايي چې په دې ناسته کې به له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ کال پورې د مرسته کوونکو مالي ژمنې او ګډې پراختيايي موخې مشخصې شي.

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي په دې اړه وايي:«د ناستې نېټه تایید شوه؛ د نومبر په ۲۳ او ۲۴ مه دغه ناسته جوړېږي. په ناسته کې د ګډون ډول او څرنګوالی تراوسه روښانه نه دی. د کورونا ویروس د خپرېدو له امله پر سفرونه چې محدودیتونه لګول وي شونې ده په دغې غونډه کې ګډون کوونکي په مجازي توګه له لرې لارې به ګډون وکړي او همدارنګه شونې ده چې دغه ناسته په حضوري توګه جوړه شي.»

د ژنیو سږنۍ ناسته په دوحې کې د افغانانو تر منځ د سولې له خبرو سره جوخته جوړېدونکې ده. ملګرو ملتونو په یوې اعلامیې کې د ژنیو ناسته د سولې او د ځان بسیاینې پر لور د افغانستان د عطف یو ټکی بللی او په افغانستان کې د سولې ټینګښت او ساتنې لپاره د نړیوالو ګډون او ملاتړ ضروري بللی دی.

په افغانستان کې د پراختیايي بانک رییس نرېندرا سنګرو وايي:«موږ د افغانانو تر منځ د سولې خبرو له پیلېدو هر کلی کوو. په افغانستان کې ټولنیزې او اقتصادي پراختیا ته د رسېدو لپاره سوله ضروري ده. د افغانستان د ودې لپاره د روانو هڅو د بریا په موخه په بریالۍ توګه د سولې خبرو پایته رسېدل هم مهم دي.»    

له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ کال پورې د هغه څه له مخې چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې پتېلې ده؛ د افغانستان پر ځان د بسیا کېدو لپاره د تحول لسیزې وروستي کلونه دي. 

د البیروني څېړنیز انسټیټوټ وايي، افغانستان تر راتلونکو ۱۵ نورو کلونو لپاره هم د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د البیروني څېړنیز انسټیټوټ مشر نذیر کبیري زیاتوي:«د افغانستان اړتیاوې د بهرنیو په مرسته تر هغې کچې دي چې دم ګړۍ د بودیجې ۷۵ سلنه بهرني او کورني عامله لګښتونه د نړیوالو مرستو په واسطه تمویلېږي. اوس افغانستان د کال کابو ۳.۸ مېلیارده ډالر مُلکي مرسته او څلور نیم مېلیارده ډالر هم پوځي مرستې ترلاسه کوي. د ژنیو ناسته د افغانستان لپاره حیاتي ده.»

د ژنیو ناسته به تر راتلونکو نږدې دوو میاشتو پورې د افغان حکومت، ملګرو ملتونو او فنلډ په کوربتوب جوړه شي.

تر اوسه لا روښانه شوې نه ده چې افغانستان به تر ۲۰۲۴ز کال پورې تر کومه بریده د نړیوالو مرستو ته اړتیا ولري.

شریک یي کړئ