Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې پر ۲۵۰ جریبه ځمکه د خرما د بڼونو د جوړولو د کار پيل

په هلمند ولایت کې پر ۲۵۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼونه جوړېږي.

سږکال په هلمند کې د خرما شپږ ټنه حاصلات راغونډ کړل شوي دي او د خرما ښه حاصل او ښه عاید د دې لامل شوی دی چې د دغه ولایت ډېری ځمکې د خرما بڼونو جوړولو ته ځانګړې شي.

د هلمند ولایت د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې بڼوالو له هر جریب ځمکې څخه، د کال پنځه سوه زره افغانۍ عاید لري.

د هلمند د کرنې او اوبو لګولو رییس وايي چې دا کار د هملندیانو په غوښتنه او د هغه پروګرام په چوکاټ کې چې د کوکنار د کښت د کموالي او د بېلابېلو مېوو د بڼونو د زیاتوالي په موخه پيل او عملي کېږي.

د هلمند د کرنې او اوبو لګولو رییس زلمی الکو به دې اړه وویل:«د خرما عایدات د نورو محصولاتو په پرتله لوړ دی. د بزګرو لپاره یو اقتصادي نبات دی او د نورو نباتاتو په پرتله کمو اوبو او کم لګښت ته اړتیا لري.»

د خرما د بڼونو د جوړولو بهیر له پیل سره، بڼوال د ډېر عاید د ترلاسه کولو په تمه دي او د ځينو هلمندي ځوانانو لپاره کاري زمینه هم برابره شوې ده.

بڼوال جانان وویل:«زما په بڼ کې له ماسره لس تنه نور هم کار کوی او زموږ لګښت کابو دوه سوه زرو افغانیو ته ورسېد.»

بل بڼوال محمد غازي هم وايي:«دا زموږ لپاره ډېر ګټور دی او د خلکو لپاره کار رامنځته کوي او په افغانستان کې وینې تویدنه پای ته رسوي. موږ له دې کاره رضاي او خوشحاله یوو.»

په هلمند ولایت کې ځينې بزګر او بڼوال له حکومته غواړي چې حکومت له هغوی سره د خرما او نورو محصولاتو چې ښه عاید ولري مرسته وکړي.

هغوی وايی چې د بېلابېلو محصولاتو د بڼونو له زیاوالي سره، په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت کمېږي.

بل بڼوال فیض الله هم څرګنده کړه:«که چېرې دا کار په دې کچې ترسره شي مخلک د کوکنارو له کښت او نورو فعالیتونو څخه لاس اخلي.»

بل بڼوال ګل احمد هم وویل:«هغه جګړه چې نن پر تریاکو ده. ګټه یې بل څوک اخلي. که چېرې تریایک نه وي په افغانستان کې ارامي ده.»

دم ګړۍ د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه سرپېره به ناوه، مارجه او ګرمسیر ولسوالیو کې د خرما بڼونه شتون لري. 

په هلمند ولایت کې ځينې بزګر او بڼوال وايی چې د بېلابېلو محصولاتو د بڼونو له زیاوالي سره، په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت کمېږي.

شریک یي کړئ