Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران - افغانستان د ودانیزو توکو او ټکنالوژۍ تخصصي نندارتون

د ایران - افغانستان د ودانیزو توکو او د ټکنالوژۍ د خدمتونو تخصصي نندارتون د لسګونه پانګوالو، حکومتي چارواکو او د ایران د پارلمان د غړو په ګډون په کابل کې پرانستل شو.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د کچې زیاتوالي ته په پام سره وایي چې د شاوخوا درې مېلیارده ډالرو په ارزښت د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ کې د افغانستان د صادراتو ونډه خورا کمه ده. 

په داسې حال کې چې افغانستان هرکال له ایران څخه د دوه نیم مېلیارد ډالرو په ارزښت توکي واردوي. خو په مقابل کې يي دغه هېواد ته د افغانستان صادرات شاوخوا ۱۴ مېلیونه ډالرو ته رسېږي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند وویل«له ایران څخه د کال د دوه نیم مېلیارد ډالري وارداتو په وړاندې زموږ ستونزې زیاتې دي، موږ حتا د هغه سلنه هم نه جوړوو.»

بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې وزیر افغانستان ته له ایران نه د قاچاقي توکو واردات اندېښمنوونکي بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې وزارت نوماند وزیر نثاراحمد غوریاني وايي:«که چېرې د قاچاق او ناقانونو لارو مخه ونه نیول شي، دا کار به له یوې خوا زموږ د سوداګریزو توکو د احصاییې سم شمېر جوړ کړي او له بلخوا په بازارونو کې به ستونزې رامنځته نه شي.»

په کابل کې د ایران سفیر وایي چې ایرانیان په  افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونې ته لېواله دي .
  
په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان څرګنده کړه:«ایراني سوداګر حاضر دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي چې په بېلابېلو برخو کې تولیدات زیات شي.»

په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو په زیاتېدو او دغه راز په سیمه او نړۍ کې د ایران د سوداګریزو لارو په تړل کېدو سره دا هېواد هڅه کوي چې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

ځينې کارپوهان وایي چې له همدې امله ایراني سوداګر هڅه کوي چې له قانوني او ناقانوني لارو افغانستان ته خپل صادرات زیات کړي.

شریک یي کړئ