Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ننګرهار کې په سلګونه ښځې پر غالۍ اوبدلو بوختې دي

په ننګرهار ولایت کې په سلګونه ښځې د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده او له دې لارې د خپل ژوند او کورنۍ لګښتونه برابروي.

دغو مېرمنو د عالیو اوبد په پاکستان کې د کډوالۍ پر مهال زده کړي دي او هېواد ته تر راستنېدو وروسته دغه کار ته یې دوام ورکړی دی.

فهیمه یو له هغو ښځو ده چې په خیبر پښتونخوا کې د کډوالۍ په شپو او ورځو کې د غالیو د اوبدلو هنر زده کړی دی. دا وايي، افغانستان ته له بېرته راتګ سره یې سختې ورځې تر هغې تېرې کړې چې، بېرته پر خپلو پښو ودرېده.

فهیمه وايي:«په پاکستان کې مې عالۍ اوبدله. کله چې افغانستان ته راغلو، وضعیت ډېر خراب و. خو اوس زموږ کار ښه دی او موږ خوشحاله یوو.»

لیلا بله مېرمن ده چې په ننګرهار کې د غالیو پر اوبدلو بوخته ده. هغه له فهیمې سره ورته تجربه لري او له خپل کاره راضي ده:«او زموږ لپاره زمینه برابره شوې ده او غالۍ اوبدو او له دې لارې پیسې پیدا کوو. ښه دی ژوند پرې مخته ځي.»

دمګړۍ د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کې یو شمېر ښځې او نارینه غالیو اوبدلو ته مخه کړې؛ خو دغه صنعت په بهسود ولسوالۍ کې تر نورو ډېر ځلېدلی دی.

د بهسود ولسوالۍ د غالۍ اوبدونکو د ټولنې استازی شاه زلمی وايي:«مو له دې سره سره نه یوازې له ځان سره مرسته کوو بلکې دولت ته هم عاید راوړو.»

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د کلیو اقتصادي غښتلتیا پروګرام په اډانه کې د هغه هنر او مهارت له مخې چې د کورنیو غړي یې لري، هغو ته تولیدي اړوند دستګاوې ورکول کېږي.

د هېواد په ختیځ کې کلیو د اقتصادي پياوړتیا پروګرام مسوول محمد خالد ایوبي څرګنده کړه:«په ننګرهار کې د کابو زر تنو لپاره دستګاه وېشل شوې ده. موږ د راستنېدونکو لپاره چې لوړ مهارت لري، د کار زمینه برابره کړې ده.»

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ننګرهار کې پر زرو کورنیو د غالیو اوبدلو دستګاوې وېشل شوي او د دغو کورنیو په هر یوه کې یې درې کسان پر دې صنعت بوخت دي.

شریک یي کړئ