Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مالیې وزارت: د نړیوالې ټولنې مشروطې ژمنې ۹۰ سلنه عملي شوې دي

د ژینو ناستې په درشل کې، د مالیې وزارت وايي چې افغانستان نړیوالې ټولنې د مرستو د جذب لپاره ۹۰ سلنه ژمنې عملي کړې دي.

د مالیې وزارت نوماند وزیر عبدالهادي ارغندېوال وايي چې افغانستان به د ژینو په راتلوونکې غونډه کې به نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړي چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي ارغندېوال زیاته کړه:«موږ به ان شاالله کنفرانس ته له ډک لاس سره ولاړ شو او د کنفرانس غړو ته به قناعت ورکړو چې د افغانستان لپاره په اوسنیو شرایطو کې ډېره اړتیا ده په ځانګړې توګه له جګړې وروسته.»  

خو د خصوصي برخې استازي او سوداګر په هېواد کې د پانګونو ناوړه وضعیت؛ د ملي عوایدو کموالی او په دولتي ادارو په تېره بیا د حکومت په عایداتي ادارو کې د فساد زیاتوالی اندېښمنوونکی بولي.
 
د خونو د فډراسیون مرستیال سخي احمد پیمان هم څرګنده کړه:«په تېرو څو کلونو کې، هغه څه چې تمه کېده افغان دولت ونه شوی کړای چې له مرستو په سمه توګه ګټه واخلي او خپلې ژمنې په سمه توګه عملي کړي.»

یو شمېر سوداګر په هېواد کې سوداګرۍ ځوړ ته په نغوتې سره وایي چې حکومت نه دی توانېدلی د هېواد د سوداګرۍ د ښه والي په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

پانګوال یوسف مهمند وویل:«په ګمرکونو محصول اخلي، بیا د لارو په اوږدو کې پوستې پیسې اخلي.»

ټاکل شوې ده تر څه باندې یوې میاشتې پورې افغان حکومت ته د مالي مرستو د جذب غونډه د مرستدونه هېوادونو او افغان حکومت د استازو په ګډون په ژینو کې جوړه شي.

 په دې غونډه کې به د پنځو راتلونکو کلونو لپاره د افغان حکومت د پروګرامونو د تمویل سرچینې روښانه شي.

شریک یي کړئ