Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کام ایر یوې الوتکې ته د الوت پر مهال تخنیکي ستونزه رامنځته شوه

د کام ایر شرکت یوه الوتکه چې نن (شنبې د تلې پر ۱۹مه) له فیض اباد ښاره د کابل په لور په حرکت وه، د الوت پر مهال ورته تخنیکي ستونزه رامځته شوه.

د هوايي چلند اداره وايي چې په اسمان کې د دغې الوتکې د یوه ماشین د خبردارۍ دستګاوې ولګېدې، خو دغې الوتکې په خوندي توګه د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ناسته وکړه.

دا «اې ټي آر» ډوله الوتکه د ۳۳ مسافر وړونکې وه او د هغې تصویرونه د تخنیکي ستونزې له پېښېدو وروسته د مسافرو له خوا اخیستل شوي او په خواله رسنیو کې خپاره شوي دي.
   
د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې رییس محمد قاسم وفايي زاده وايي:«د لارې په اوږدو کې په یوه ماشین پورې د اړوند علایم او یا سفټي انډیکټرونه فعال شول او د طیارې کپټان د پروسیجر له تطبیق سره بیړنۍ حالت اعلان کړ او وتوانېد چې په خوندي توګه د کابل په وايي ډګر کې ناسته وکړي.»

د ټولنیزو شبکو ځينې کارونکو ان د الوتکې د یوه ماشین د اور اخیستو په تړاو هم لیکلي دي، خو د کام ایر هوایي شرکت مسوولان دا خبرې ردوي.

د کام ایر د شرکت تجارتي آمر سلیمان عمر په دې هکله وویل:«الوتکه د ډيسانټ په حال کې وه او خپله ارتفاع یې کموله چې د الوت کارکوونکي ډېرې کوچنۍ تخنیکي ستونزې ته متوجه شول.»  

دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان کې یو شمېر مسافر وایي چې په بدخشان کې د هوا د خرابېدو له امله په الوتکه کې له راتلو پاتې دي.

شریک یي کړئ