Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او پاکستان سوداګریزو ستونزو پر حل د چارواکو هوکړه

د افغانستان - پاکستان د ګډې سوداګريزې غونډې په وروستۍ ورځ د دواړو لورو استازو تر منځ ۱۶ ستونزي هوارې شوې دي.

د سوداګرۍ او صنایعو نوماند وزیر یاده ناسته یوه بریالۍ هغه بللې او ویلي يې دي چې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ په تړاو د دواړو هېوادونو د حکومتي استازو د ګډو غونډو په لړ کې د سوداګرۍ نوماند وزیر وایي چې په دغو غونډو کې د دواړو هېوادونو د ټرانزيټ او سوداګرۍ له ۲۱مورده ستونزو او ننګونو نه ۱۶ هغه حل شوې دي.
  
د صنعت او سوداګرۍ نوماند وزیر نثار احمد غوریاني په دې اړه وویل:«شپږ نور موردونه پاتې کېږي چې په اپتا پورې اړوند دي چې هغه افغانستان ته د پاکستان د سوداګرۍ وزیر له راتګ سره له څېړنې وروسته، پر هغوی هم کار کېږي.»

په دغو غونډو کې واګه بندر ته د افغانستان باروړونکو موټرو ته تګ د اجازې په ګډون د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ټرانزیټي او سوداګریز هوکړه لیک هم خبرې شوې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند حرګندوي:«هغه ستونزې چې د پاکستان سوداګرۍ یې په افغانستان کې لري او هغه ستونزې چې موږ یې په بندرونو کې لرو، دوی ته باید رسېدنه وشي. یوه ښه کار دا دی چې د هغوی پارلمان دې ته اړ کړل شوی چې موږ پر افغانستان احسان نه کوو بلکې د افغانستان ګټې موږ ته رارسېږي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې افغانستان په سیمه کې د پاکستان بدیلې لارې لټولې دي او اوس مهال پاکستان اړتیا لري چې له افغانستان او منځنۍ آسیا سره د خپلې سوداګرۍ د ښه والي لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر وړاندې شته ستونزې هوارې کړي.

په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان د ګمرکونو استازو په دواړو هېوادونو کې د ستونزو د هواري او د سوداګریزو اسانیتاوو د زیاتوالي لپاره پر یوه ۲۸ماده ییز سند هم هوکړه کړې ده.

شریک یي کړئ