Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د غالیو صادراتو ۷۰ سلنه کموالی موندلی

د غالیو د صادرونکو ټولنه وايي چې سږکال د هېواد د غالیو په صادراتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی.
 
غالۍ د هېواد له لرغونو صنایعو دي خو سږکال یې بهر ته صادرات دوه برابره کم شوي دی.

د غالیو د صادرونکو ټولنې مسوولان وایي چې سږکال شاوخوا دوه ۲۵۰ زره مټرمربع غالۍ بهر ته صادرې شوې دي.
 
په داسې حال کې چې پروسږکال دا کچه شاوخوا ۱۰۰ زره مټر مربع غالیو ته رسېده.

د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ټولنې رییس محمد عظیم اسلم زاده وايي:«د کورونا له حده زیاته اغېزه د غالیو پر تولیدونکو وه ډېری غالۍ اوبدونکي دم ګړۍ نه شي کولای خپل تولیدات په مناسبه بیه وپېري؛ ځکه چې بازار یې کم رنګه دی.»

بل خوا د یو شمېر غالۍ اوبدونکي او د غالیو تولیدونکي شرکتونه وایي چې که د هېواد په کلیوالو سیمو کې د غالیو د صنایعو لازم ملاتړ ونه شي، دا صنعت به له ځوړ سره مخ شي.

د غالیو د تولید د یوه شرکت څېښتن سخي داد وايي:«د غالیو اوبدونکو او غالیو پلورونکو په وړاندې ستونزې زښته زیاتې دي؛ ځکه چې هېڅ ملاتړ یې نه کېږي. ټول غالۍ اوبدونکي له اړې په دې برخه کې کار کوي او هغه هم په تاوان.»

غالۍ اوبدنه او د غالیو پروسس  هغه صنعت دی چې ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابروي.

که څه هم ویل کېږي چې اوس مهال په هېواد کې یو مېلیون تنه په غالۍ اوبدلو او غالۍ پلورلو بوخت دي، خو ځينې غالۍ اوبدونکي وایي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې د غالۍ اوبدونکو شمېر کمېږي.

شریک یي کړئ