Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه: افغانستان د مرستو زیاتوالي ته اړتیا لري

هېواد کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو.ان.دي.پي) وايي افغانستان کې به له کرونا ویروس وړاندې اقتصادي حالت د بېرته ور ګرځېدو لپاره لږ تر لږه ۴ کاله وخت ته اړتیا ده.

د دغه ادارې تازه راپور ښیې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ د بیا پېاوړتیا لپاره به دغه هيواد تر راتلوونکو پنځو کلونو پوري ۶ میلیارده ډالرو نړیوالو مرستو ته اړتیا و لري.

دا په داسي حال کې ده چې د بهرنیو سرتېرو په وتلو سره له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوې دي.  

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازی، عبدالله الدردري وايي:«‎د دې لپاره چې، د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې په څېر وضعیت ته بېرته وګرځو؛ موږ لږ تر لږه تر راتلونکو څلوروکلونو پورې صعودي ودې ته اړتیا لرو. دا په دې مانا چې، اصلاحات، د مالي سرچینو برابرول، د سوداګرۍ وده او له ټولنیزو چارو د ملاتړ پروګرامه داسې شرطونه دي چې، ورسره د کووېډ۱۹ ناروغۍ مخکې وضعیت ته رسېدلی شو.»

خو د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر پرته له دې چې په ژنیف ناسته کې له افغانستان سره د مرستو د احتمالي ډېرښت او یا هم کمښت په اړه څه ووايي، د مرستو د اغیزمنتیا پر ډېروالي او د حکومت له لوري د مرستو پر لګولو ټینګار کوي.

د پالیسۍ او ستراتيژیکو اړیکو په چارو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال لوی سلاکار، هارون میر زیاتوي:«‎په افغانستان کې د مرستو اغیزمنتیا د پوښتنې وړ ده. شمېرنې د دې ښکارندويي کوي چې، له افغانستان سره له شویو مرستو لږ تر لږه ۶۰ سلنه یې د انجوګانو له لوري لګول شوي او بدبختانه ییهغوی ځواب ویونکي نه دي.»

یوان ډي پي یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، افغانستان دمګړۍ د نړۍوالو مرستو په کچه کې ۳۰ سلنې ډېرښت ته اړتیا لري؛ خو زیاتوي چې، افغان حکومت د حکومتولۍ چارو په ښه کولو او همداراز د فساد پر وړاندې په مبارزې سره کولی شي ځینې رامنځته شوې مالي خلاوې ډګې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یا یو ان ډي پي د ارزونې له مخې، د افغانستان اقتصادي وده چې، د روان کال په پیل کې مثبت ۳ اعشاریه ۵ سلنه پتېل شوې وه، د کرونا ویروس په خپرېدو سره اوس دغه وړاندوینه منفي ۵ اعشاریه ۵ سلنې ته رسېدلې او آن تر ۲۰۲۳ کاله به دغه وده مثبت ۳ اعشاریه ۵ سلنې ته ونه رسیيږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د ژنیو ناسته په مخکې لري او د نړیوالې ټولنې د مرستیو غځولو تمې ترې کيږي

شریک یي کړئ