Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بهرنیو چارو وزارت: ژر به د خواف ـ هرات اورګاډي پټلۍ پرانیستل شي

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالانو په نېږدې راتلونکې کې د خواف ـ هرات اورګاډي پټلۍ د پرانیستو په تړاو خبرې وکړې.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې(دوشنبې د لړم په ۲۶مه نېټه) وايي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال، میرویس ناب د دواړو هېوادنو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا په موخه له ایرانه لیدنه کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي:«د لیدنې موخه د اقتصادي، سوداګرۍ، ترانزیت او ترانسپورټ، د انرژۍ تولید کې ګډه پانګونه او د اوږدمهاله همکاریو د اسنادو چمتو کول وو.»

د خبرپاڼې له مخې ښاغلي ناب د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال، عباس عراقچي سره لیدنه کې د سیمې سیاسي مسایلو په تړاو د مشورو پر اهمیت ، همداراز د افغان سولې بهیر، په سیمه کې د اجماع رامنځته کولو کې د ایران ونډې، او په نېږدې راتلونکې کې د خواف ـ هرات د اورګاډي پټلۍ پر پرانیستو خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې لړم میاشتې په اوومه نېټه د هرات ځايي چارواکو وویل چې د لومړي ځل لپاره د ایران یو کوچنی مسافر وړونکی رېل ګاډی د هرات - خواف د رېل پټلۍ له لارې دغه ولایت ته راغلی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دې اړه وايي چې په دغه اورګاډي یا رېل ګاډي کې یو ایرانی پلاوی هېواد ته راغلی دی او د هرات - خواف رېل پټلۍ د کار د وروستي کولو لپاره د هرات له ځايي چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

د هرات د ویاند په وینا، د هرات - خواف د رېل پټلۍ د درېیمې برخې د کارونو وروستي کېدل جریان لري او په نږدې راتلوونکو اوونیو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د هرات - خواف د رېل پتلۍ څلورې برخې لري چې د هغه دوه برخې د ایران په خاوره او دوه نورې برخې کیې څه باندې ۱۵۰ کیلومټره پر اوږدوالي د افغانستان په خاوره کې واقع شوی دی.

د دغه رېل پټلۍ د درې برخو لګښت د ایران حکومت ورکړی دی.

د هرات ځايي چارواکي وايي چې د دغې رېل پټلۍ د کار څلورمه برخه چې څه باندې ۸۰ کیلومټره اوږدوالی لري او د دغه ولایت تر صنعتي ښارګوټي رسېږي ټاکل شوې ده چې په راتلوونکې میاشت کې پيل شي.

د خواف ـ هرات اورګاډي پټلۍ څلور برخې لري چې دوې برخې یې د ایران او  دوې نورې یې چې څه باندې ۱۵۰ کیلو متره کیږي د افغانستان په خاوره کې دي

شریک یي کړئ