Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو پراختیا پروګرام: ژنیو کې افغانستان سره مرستې کمیږي

د ملګرو ملتونو پراختایي پروګرام وایي، د جینوا په غونډه کې به مرستندویان په ډاګه کړي چې افغانستان سره مرستې کموي.

افغانستان کې د(یو‎ان ډي پي) استازی وایي، د مرستو د کمولو لامل به دا وي، چې کورونا ویروس له کبله ناورین د مرستندویه هېوادونو خپل اقتصاد ځپلی، خو د افغانستان مالیې وزارت وایي تر اوسه په جینوا ناسته کې د مرستو کمول نه دي مالوم.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي له طلوع نیوز سره په مرکه ویلي، د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د نړۍ د هېوادونو د داخلی ناخالصو تولید کې شل سلنه کمښت راغلی؛ نو اوس مرستندویه هېوادونه خپلې ډیری سرچینې د کووېډ۱۹ ناروغۍ له امله د منفي اغیزو پر وړاندې پر مبارزې لګوي؛ نو په دې سره به په ژنېف ناسته کې هم له افغانستان سره د کمو مرستو ژمنې وشي.

پراختیا لپاره افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی، عبدالله الدر دري وايي:«‎مرستې به د پخوا په څېر نه وي؛ هغه ورځې اوس پایته رسېدلې دي. له افغانستان سره د نامحدودو مرستو ورځې نورې پایته رسېدلې دي. په هر حال دا کېدای شي یوه ښه مساله وي. په سرچینو کې کمښت دا ایجابوي چې، موږ ټول، حکومت، ملګري ملتونه او مرستندویان ډاډه شي چې، هر ډالر په حساب سره لګول کېږي.»

تر دې مخکې هم له افغانستان سره د نړۍوالو د مرستو د کمېدو په اړه بېلابیل راپورونه خپاره شوي؛ خو افغان حکومت لا تر اوسه هم دغه موضوع نه تاییدوي.

د مالیې وزارت ویاند، شمروزخان مسجدي زیاتوي:«هېڅ ډول وضاحت، هېڅ ډول کلمات یا ناسته نه دي شوي چې هلته موږ لیدلي وي چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمېږي.»

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازی وايي، افغانستان ته د وارداتو له اړخه ډيری عواید د حکومت خزانې ته نه رسېږي او حکومت په دې برخه کې د فساد پر وړاندې په مبارزې او په کانونو کې له پانګونې سربېره له خپلې جغرافیايي موقعیت څخه په ښې استفادې سره کولی شي؛ خپل داخلي عواید ډېر کړي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په داسې حال کې له افغانستان سره د نړۍوالې تولنې د مرستو له کمښته خبر ورکوي چې، د دغه بنسټ د څېړنو له مخې، افغانستان په نړۍوالو مرستو کې د ۳۰ سلنې ډېرېدو ته اړمن دی؛ څو اقتصادي وضعیت یې تر دې لاپسې خرابه نشي.
 
په همدې حال کې د هېواد د مالیې و زارت وايي چې تر اوسه نه ده څرګنده چې جینوا ناسته کې به له افغانستان سره مرستې کمې شي او که نه؟

شریک یي کړئ