Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات ـ خواف اورګاډي پټلۍ رسمآ پرانیستل شوه

د ایران او افغانستان ترمنځ (هرات ـ خواف) د اورګاډي پټلۍ نن(پنجشنبې د لیندۍ په ۲۰مه نېټه) په رسمي توګه پرانستل شوه.

دغو مراسمو کې د افغان ولسمشر، اشرف غني او سیالي حسن روحاني د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی و.

دواړو ولسمشرانو د یادې پټلۍ پرانیستنه د اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره مهمه وبلله.

ولسمشر غني وویل:«موږ د یوې تاریخي او حیاتي پروژې د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ پرانیستې شاهدان یوو.»

ښاغلي غني همداراز زیاته کړه چې دغه تاریخي پروژه د ایران او افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا برخه کې مهم ګام دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال د لړم میاشتې په اوومه نېټه د هرات ځايي چارواکو وویل چې د لومړي ځل لپاره د ایران یو کوچنی مسافر وړونکی رېل ګاډی د هرات - خواف د رېل پټلۍ له لارې دغه ولایت ته راغلی.

د هرات - خواف د رېل پتلۍ څلورې برخې لري چې د هغه دوه برخې د ایران په خاوره او دوه نورې برخې کیې څه باندې ۱۵۰ کیلومټره پر اوږدوالي د افغانستان په خاوره کې واقع شوی دی.

د دغې پټلۍ یوه برخه سرحدي، دوه یې تخنیکي او یوه یې هم د باراخیستو برخه ده.

د دغه رېل پټلۍ د درې برخو لګښت د ایران حکومت ورکړی دی.

د هرات ځايي چارواکي وايي چې د دغې رېل پټلۍ د کار څلورمه برخه چې څه باندې ۸۰ کیلومټره اوږدوالی لري او د دغه ولایت تر صنعتي ښارګوټي رسېږي.

د خواف ـ هرات اورګاډي پټلۍ څلور برخې لري چې دوې برخې یې د ایران او  دوې نورې یې چې څه باندې ۱۵۰ کیلو متره کیږي د افغانستان په خاوره کې دي

شریک یي کړئ