Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۹۱ کوډ د تړل کېدو په هکله د ولسي جرګې د غړو ګواښ

د ۹۱ کوډ د لګښتونو پر څرنګوالي له نیوکو وروسته د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون وايي چې د ۱۴۰۰ کال په بودیجه کې دا کوډ به له منځه یوسي.

بلخوا د ولسي جرګې ځينې غړي په ۹۱ کوډ کې د فساد د تورونو په علت لاسلیکونه راغونډوي چې د حکومت پر کړنو ځانګړې څارونکی کمېسیون رامنځته شي.
          
د ولسي جرګې غړې ناهید فرید  وايي:«ولسي جګره باید له تل څخه په مصممه توګه د ملي بودیجې او ۹۱ کوډ د فساد، غلو او چور تالان کوونکو مخه ونیسي.»

خو د ولسي جرګې ځينې غړي وایي چې ځانګړی کمېسیون باید د یوه ځانګړي مورد په تړاو جوړ نه شي او دا کمېسیون باید په حکومت کې د فساد ټول تورونه وڅېړي.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې کمېسیون دوه اوونۍ وخت غواړي چې د ۱۳۹۸ کال په بودیجه کې له ۹۱ کوډ نه د پیسو د مصرف په تړاو عمومي غونډې ته راپور وړاندې کړي. خو دا کمېسیون وایي چې د ۱۴۰۰ کال په بودیجه کې به ۹۱ کوډ وتړي.
 
بل خوا د ولسي جرګې ځينې غړي حکومت په ناتوانۍ تورنوي او وایي چې د ولسمشر لومړي مرستیال امنیتي مسوولانو ته ویلي دي چې د ولسي جرګې غړو ته ځواب ویونکي ونه اوسي.

خو د ولسمشر د لومړي مرستیال د رسنیو دفتر وایي چې دوی ملي شورا ته درناوی لري؛ خو د ولسي جرګې غړي دې خپلې پوښتې د امنتیي ادارو له چارواکو وکړي.
        
د ولسمشر د لومړي مرستیال د رسنیو د دفتر رییس رضوان مراد وویل:«د قانون غوښتنه او منطق دا دی چې د دغو ادارو مسوولان د معلوماتو د موجودیت په صورت کې هغه د خلکو له استازو سره شریک کړي.»

تېره اوونۍ د اطلاعات روز ورځپاڼې د ۱۳۹۸ کال په ۹۱ کوډ کې د ځينې حکومتي ادارو له لوري د مېلیونونه افغانیو د حیف و میل خبر ورکړ، خو د ولسمشر ویاند دا رپوټ ناسم وباله.

شریک یي کړئ