د هوايي چلند ادارې مسوولان وايي چې هند ته د اریانا هوايي چلند شرکت د الوتنو انحصاري کېدل د هند حکومت د پرېکړې پربنسټ شوي دي، خو د هند هوايي چلند یوه انټرنېټي پاڼه ښيي چې په وروستۍ پرېکړه کې، هند ته د الوتنو لپاره د افغانستان له خوا کوم شرکت مشخص شوی نه دی.
د هوایي چلند د ادارې د یوه رسمي لیک له مخې د راتلونکې زیږږدیزې میاشتې له پېله به د کابل ډيلي - الوتنې د آریانا افغان د هوایي شرکت په انحصار کې وي.
که څه هم د ملکي هوایي چلند ادارې په یوه لیک کې کام ایر هوایي شرکت ته خبرداری ورکړی دی چې هند ته خپلې الوتنې ودروي، خو اوس د هوایي چلند د ادارې رییس وایي دا پرېکړه د هند د هوایي چلند د ادارې ده چې آریانا افغان هوایي شرکت دغه هېواد ته الوتنې وکړي.
د ملکي هوایي چلند ادارې رییس محمد قاسم وفايي زاده وویل:«دا د هند حکومت پرېکړه وه چې له دواړو هېوادونو «نېشنل کرېر»یعنې له هنده «ایر انډیا» او له افغانستانه «اریانا» له خاصو شرایطو، مشخص شوي کسان ولېږدوي.»
د افغان آریانا د هوایي شرکت تجارتي مرستیال سلیم رحیمي وايي:«پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د هوايي چلند دلتي شرکتونه لېږدونې ترسره کړي.»
خو د هند د هوايي چلند ادارې په وییپاڼه کې هند ته د الوتنې لپاره د کوم افغاني شرکت نوم نه دی اخیستل شوی.
د کام اېر د هوایي شرکت مرستیال فرید پیکار څرګندوي:«دغه پرېکړې ډېر زیانونه رامنځته کوي؛ ځکه چې د هند له خوا د جنورۍ له لومړۍ نېټې هم اریانا او هم کام ایر شرکتونه د الوتنې اجازه لري.»
د هوايي چلند د ملاتړ ټولنې مسوولان وایي چې په هېواد کې د هوایي شرکتونو پر وړاندې شته ستونزو ته په پام سره به د حکومت له لوري د خدمتونو انحصار دا شرکتونه له لویو ستونزو سره مخ کړي.
د افغانستان د هوایي چلند د ملاتړ ادارې رییس شاه محمود حبیبي وویل:«زموږ په نظر دا ډول پرېکړې زیان رامنځته کوونکي دي د هغه پر ځای باید دواړو شرکتونو ته اجازه ورکړل شي چې کار وکړي؛ له هغې پرته دا شرکتونه له پښو لوېږي.»
د کام ایر هوایي چلند شرکت د ملکي هوایي چلند د ادارې دا کار ناقانونه بولي او د هغه له زیانه د ډکو اقتصادي پایلو په تړاو خبرداری ورکوي.