Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کمال خان بند د جوړېدو د کار پر نه بشپړتیا نیوکې

د نیمروز ولایت د ولایتي شورا او د دغه ولایت اوسېدونکي د کمال خان بند د جوړېدو کار پر نه بشپړېدو نیوکې کوي.

هغوی وايي چې ولسمشر غني دغه ولایت ته په خپل سفر کې ژمنه وکړه چې تر راتلوونکو څلورو میاشتو به کمال خان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، خو اوس څه باندې پنځه میاشتې تېرېږي لا هم ډېر کارونه نیمه پاتې دي.

د نیمروز ولایتي مرستیال شورا ګل احمد احمدي وايي:«د کمال خان بند لا هم کار ته اړتیا لري او وخت ته اړتیا لري. هیله لرو چې ولسمشر پر اړوندو ادارو فشار راوړي.»

د نیمروز اوسېدونکي په کمال خان بند د کار پڅوال د  پوښتنې وړ بولي او وایي چې حکومتي چارواکو په خپلو ژمنو کې ريښتوني نه دي. 

د نیمروز اوسېدونکی بسم الله سیرت وویل:«د ولسمشر ژمنه یوه سیاسي ژمنه وه. موږ هیله لرو چې پر دغو ژمنو عمل وشي.»

خو د نیمروز ولایت اوسېدونکی وایي چې دا بند به ډېر ژر ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د نیمروز والي زمریالی احدي څرګندوي:«ښايي په ډېر کم وخت کې - تر راتلوونکې یوې میاشتې - موږ د دغه بند د اوبو اخیستو د پيل شاهد واوسو.»

کمال خان بند د نیمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې پر هلمند سیند جوړ شوی دی. د کمال خان بند د ۵۲ مېلیون مټر مکعبه اوبو د زیرمه کولو او د څه باندې نهه میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. د دغه بند د کاسې لوړوالی ۱۶ مټره دی او په نیمروز کې ۸۰ زره هکټاره ځمکه خړوبولای شي.
 
کمال خان بند د نیمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې پر هلمند سیند جوړ شوی دی.

شریک یي کړئ