Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نوي مالي کال بودیجه د ولسي جرګې د غړو له خوا رد شوه

د ولسي جرګې غړو په نننۍ غونډه کې (چهارشنبې، د مرغومې په ۱۰مه) د نوي مالي یا ۱۴۰۰ لمریز کال بودیجه رد کړه.

د دغه مجلس غړي، د ۱۱۳۱ولایتي پروژو ایستل، په احتیاط کوډ کې د څه باندې ۱۳ مېلیارده افغانیو په پام کې نیول چې روښانه نه ده چېرته لګول کېږي، بیاځلې د ۹۱، ۹۲ کوډونو کې د څه باندې ۲ مېلیارد افغانیو ته ځای ورکول د دغې بودیجې ستونزې یادې شوې دي.

څه باندې یوه میاشت مخکې، د ۱۴۰۰ کال بودیجې مسوده د کابینې له تایید وروسته، ولسي جرګې ته واستول شول.

په دغې مسوده کې، د ملي بودیجې مجموع ۴۵۲ مېلیارده او ۶۰۰ مېلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوي دي چې ۲۹۶.۳ مېلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۵۶.۳ مېلیارده افغانۍ یې هم پراختیايي بودیحه ده.

۹۱ کوډ

کابو دوه اوونۍ مخکې او د ۹۱ کوډ پر لګښتونو له نیوکو وروسته، د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون ویي دي چې د ۱۴۰۰ کال په بودیجه کې، دا کوډ به وتړي.

کابو درې اوونۍ مخکې د اطلاعاتو روز ورځپاڼې له ۹۱ کوډ څخه د حکومتي چارواکو له خوا د مېلیونونو افغانیو د حیف و میل په هکله رپوټ ورکړ، خو حکومت دغه رپوټ ناسم وباله.

د دغه رپوټ پربنسټ، څه باندې ۲ مېلیارده او ۸۰۰ زره افغانۍ د ۱۳۹۸ مالي کال له ۹۱ کوډ څخه د ځينو دولتي چارواکو د شخصي لګښتونو لپاره لګول شوې دي چې یوازې څه باندې ۱۲۹ مېلیونه افغانۍ یې د ۱۵ چاروکو د کورونو د کرایې، موټرو د تېلو، د دسترخوان پیسو او امتیازي معاشونو په برخه کې لګول شوې دي.

شریک یي کړئ