Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټول ګټو وزارت له دندو ګوښه کړل شوي کارکوونکو اعتراض

د ټول ګټو وزارت ځينې کارکوونکي ادعا لري چې د دغه وزارت نوې مشرتابه، د دغه وزارت په تشکیلاتو کې د اصلاحاتو په پلمه، د دغه بنسټ څه باندې ۴۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل دي او د هغوی پر ځای یې په ځان پورې اړوند کسان له ډېرو امتیازونو سره ځای پر ځای کړي دي.

ګوښه کړل شوي کارکوونکو نن شنبې د ټول ګټو وزارت د مشرتابه پلاوي د دغې پرېکړې په اعتراض کې، د دغه ووزارت په وړاندې په لاریون لاس پورې کړ.

یو له ګوښه کړل شویو کارکوونکو سید مجتبي سادات وايي:«موږ لس زره افغانۍ معاش لرو. مسلکي امتیاز نه لرو.»

بل معترض محمد معصوم هم وايي:«موږ وباسي او خپل کارکوونکي راولي.»

د لاریون کوونکو په وینا، د ټول ګټو وزارت پورې اړوندو ځواکونو، لاریون کوونکي وهل ټکولي دي.

یو بل له لاریون کوونکو اسدالله زیاتوي:«هر وزیر چې راځي، تر ۲۰۰ تنو له لوړو معاشونو سره له ځان سره راولي او د قانون پر خلاف یې په کار ګوماري.»

خو د ټول ګټو وزارت وايي هغه پروګرام چې د هغه پر بنسټ هغه کارکوونکي چې د دولسم او څوارلسم ټولګیو سندونه لري په دغه وزارت کې د کار د ښه والي په پار وښه کړل کېږي.

د ټول ګټو وزارت ویاند اشرف حق شناس وايي:«په ټول ګټو وزارت کې د ښه والي غوره اجرااتو او مسلکي کولو لپاره، یو لړ اصلاحاتو ته مخه شوې ده.»

له دې مخکې د کانونو وزارت هم خپل ځینې کارکوونکي چې د دولسم او څوارلسم ټولګیو سندونه یې لرل له دندو ګوښه کړي وو. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه