Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'حکومت۹۱کوډ له تصویب شوې بودیجې څخه ۵مېلیارده زیاتې افغانۍ لګولي'

د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي چارو کمېسیون څخه ترلاسه شوي معلومات د دې ښودنه کوي چې په ۱۳۹۶، ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸کلونو کې د ۹۱ کوډ څخه له تصویب شوې بودیجې کابو پنځه مېلیارده زیاتې افغانۍ لګول شوي دي.

دغه معلومات د دې ښودنه کوي چط په ۱۳۹۶ مالي کال کې یو مېلیارد او ۳۰۰ مېلیونه د ۹۱ کوډ په بودیجه کې تصویب شوي دي. خو د دغې بودیجې یو مېلیارد او ۴۹۹ مېلیونه اضافي لګښت دی.

په ۱۳۹۷ کال کې د ۹۱ کوډ بودیجه  یو مېلیارد او ۳۰۰ مېلیونه افغانۍ وه او د هغه اضافه لګښت یو مېلیارد او ۷۲۰ مېلیونه دي.

خو د دغو معلوماتو پربنسټ یو مېلیارد او ۱۰۰ مېلیونه بودیجه تصویب شو ۹۱ کوډ په ۱۳۹۹ کال کې یو مېلیون افغانۍ سپما کړې ده.

ورته مهال د مالیې وزارت د سرپرست په توګه د همایون قیومي د کاري پېر پر مهال د څه باندې درې مېلیارده افغانیو لګښت څرنګوالی تر ډېره د پوښتنې وړ دی.

په دیارلس سو اته نوي یم مالي کال کې د یو نوي او دوه نوي کوډونو د راپور د ترلاسه کولو لپاره د ولسي جرګې د مالي او بودیجې د کمېسیون د دوو لیکونو له بې ځوابه پاتې کېدو وروسته؛ دغه کمېسیون د دغه وزارتونو چارواکي ځواب ویلو ته وربللي دي.
     
د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمېسیون رییس میرافغان صافی وايي:«که چېرې حکومت په دغو کوډونو کې اضافه لګښت ولري باید ولسي جرګې ته راشي او د ولسي جرګې تصویب واخلي.»
    
د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې کمېسیون غړی عبدالظاهر سالنګي څرګندوي:«له رسنیو سره خبري غونډه جوړ وو خپلو موکلانو ته وایو چې د حکومت معلومات موږ ته روښانه دي له همدې امله که چېرې د مالیې ماموران راځي، مایله نه ورکوي. وګورئ چې ستاسو وسله وال کولای شي مالیه راغونډه کړي.»

افغان حکومت په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د بل هر کال پرتله تر تصویب شوې بودیجې ډېر لګښتونه له همدغو کډونو کړې وو.

د دغو پېسو د لګولو ځينې جزیات د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې کمېسیون ته رسېدلي دي.
 
د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې کمېسیون منشي سید عظیم کبرزاني په دې هکله وايي:«د کور د کرایې او د اپارټمان د پېرلو لپاره ۱۴۷ مېلیونه افغانۍ، د حزب اسلامي په اړوند لګښتونه ۱۱۸مېلیونه افغانۍ او د زغره والو موټرو د پېر او کرایې لپاره ۷۰ مېلیونه افغانۍ لګول شوي دي.»

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمېسیون غړی عبدالرووف انعامي هم په ډاګه کوي:«که چېرې حکومت په دغو کوډونو کې اضافي لګښتونه لري باید ولسي جرګې ته راشي او د ولسي جرګې تصویب واخلي.»

په دې لړ کې د مالیې وزارت د ولسي جرګې د دوو کمېسیونونو تر منځ نه همغږي چې په هم ههالې توګه یې ۱۳۹۸ مالي کال  د ۹۱ کوډ او دوه کوډونو د بودیجې د راپور غوښتنه کړې ده؛ د دغه راپور د خپرېدو د ځنډ لامل بولي.

د مالیې وزارت مرستیال عبدالحبیب ځدران څرګندوي:«موږ ژمن یوو چې نور معلومات هم شریک کړو که چېرې واضح شي چې کوم کمېسیون څه غواړي؟ موږ له جزییاتو سره د ۱۳۹۹ کال ټول مالومات شریک کړي دي. په ۱۳۹۸ کال کې زه نه مرستیال وم او نه هم وزیر صاحب وزیر وو. »

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې چارو کمېسیون غړی صدیق احمد عثماني وايي:«مالي مرستیال صاحب او مالي وزیر صاحب په دې برخه کې ګرم نه دي. ښايي چې ولسمشر پرې فشار راوړي چې دا معلومات ورکړي.»

د مالیې وزارت مرستیال وایي په هغو اصلاحاتو سره چې د بودیجې په احتیاطي کوډونو کې راغلي دي ؛ په دیارلس سوو نهه نوي یم مالي  کال کې له یو نوي کوډ نه د بودیجې مصرف دغه کوډ ته تر تصویب شوې بودیجې لږ و.

شریک یي کړئ