Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د کرنیز کمپلیکس د جوړېدو چارې پیل شوې

د کرنې او مالداری وزارت کندهار ولایت کې د سل میلیون ډالرو په ارزښت پر ۱۱ سوه جریبه ځمکه د یوه کرنیز کمپلیکس له جوړولو خبر ورکوي چې ورسره به کابو ۲۰۰زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې دغه کرنیز کمپلکس به درېیو کالو کې ګټنې ته وسپارل شي او ورسره به د کروندګرو د اقتصادي ودي لپاره ځانګړي فرصتونه رامنځته کړي.

د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې په ۲۴مه نېټه) د کندهار ولایتي مسوولينو ددغه ولایت په عېنو مېنه کې د کرنيز کمپلکس د ودانۍ د جوړېدو چاري پېل کړې.

د کرني او مالداري وزارت مرستیال، حشمت الله غفوري وايي:«د کندهار کرنیز کمپلکس سره به د افغانستان سویل، په ځانګړې توګه کندهار او هلمند او ګاونډیو ولایتونو ته د کرنیزو سوداګرۍ اډانه جوړه شي.»

ولسمشر غني وايي دغه پروژه به د سویلي حوزې د کرنيزو پېداوارو د پروسيس، بهر ته د صادرېدو او د ملي اقتصاد په پياوړتیا سره مرسته وکړي.

ولسمشر، اشرف غني څرګندوي:«د افغانستان د ودې او سوکالي ده، دغو اقداماتو کې سلهاو زرو کسانو ته راتلونکې کې کار پیدا کیږي.‎»

بل خوا کندهاریان د یاد کرنیز کمپلیکس د جوړیدو په اړه خوښي ښه يي او وايي: د یاد  کمپلکس جوړېدل به د کرنیزو حاصلاتو د پلور، بازار موندني او بهر ته استولو په برخه کې ګټور تمام شي.

د کندهار ښار اوسیدونکی، خیرګل وايي:«مخکې مو هم ښه کرنیز محصولات درلود، خو که بسته بندي او پروسس مو نه درلود.»

کندهار کې یو تن بزګر، عشق الله زیاتوي:«له تولید تر مصرفه پورې چې څه ته اړتیا ده، دلته به کار پرې کیږي.»

کندهار د هیواد یو له کرنیزو ولایتونو او د یاد ولایت کرونده ګر تل د تازه او وچو میوو د پروسیس او ځانګړي بازار نشتون په اړه شکایت کوی.

ولسمشر غني وايي دغه پروژه به د سویلي حوزې د کرنيزو پیداوارو د پروسيس، بهر ته د صادرېدو او د ملي اقتصاد په پياوړتیا سره مرسته وکړي.

شریک یي کړئ