Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جاپان له افغانستان سره د ۱۲۲ میلیون ډالرو مرسته کوي

د جاپان سفارت له افغانستان سره د ۱۲۲ میلیون ډالرو له مرستې خبر ورکوي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه پیسې به افغانستان کې د بشرپاله او پراختیايي برخو کې ولګول شي.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې په دې مرستو به د بېلابېلو بنسټونو لخوا د خلکو د ژوند ښه والي لپاره ۱۷ بشرپاله او پراختیايي پروژې پلې شي.

د سفارت خبرپاڼه همداراز زیاتوي دا مرستې د جینوا په کنفرانس کې د شویو ژمنو یوه برخه ده چې ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې به ولګول شي.

خبرپاڼه کې د جاپان د سفیر، اوکادا تاکاشي له قوله لیکل شوي دي چي نړۍ کې د کرونا ویروس خپرېدو او له کبله یې زیانونو خلک ډېر مرستو ته اړ کړي دي او مرستې ورته اړینې دي.

شریک یي کړئ