د للندر د بند د جوړېدو هوکړه لیک د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر او د هند بهرنیو چارو د وزیر جیه شنکر له لوري په یوې آنلاین غونډه کې چې د دواړو هېوادونو د مشرانو په ګډون جوړه شوې وه لاسلیک شو.
شاه توت له سلما بند وروسته د هېواد د اوبو دویم بند دی چې د هند له لوري جوړېږي.
ولسمشر اشرف غني په دې اړه وايي:«د شاه توت په بند سره به د کابل د واورو او بارانونو اوبه کابو شي چې خپلو شاوخوا دوه مېلیون تنه هېوادوالو ته د څښاک اوبه برابرې کړو. شاتوت به د کابل سیند ته هم د پام وړ اوبه برابرې کړي او دا سیند به یو ځل بیا د سمسورتیا، د ځنګلونو د احیا، ساتېرۍ، هنر او صنعت محور وګرځوي.»
دا هوکړه لیک افغانستان ته د هند په مرسته د کورونا واکسین له رارسېدو یوه ورځ وروسته لاسلیک کېږي.
پر دې سربېره هند د هېواد په ټولو ولایتونو کې څه باندې ۴۰۰ پروژې عملي کړي دي او په کال کې د هېواد محصلینو ته زر تحصیلي بورسونه هم ورکوي.
د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي څرګندوي:«له بدخشان تر نیمروزه او له هراته تر کندهار غواړم ټولو افغان وروڼو او خویندو ته ډاډ ورکړم چې هند له تاسو سره یو ځای ولاړ دی او د زغم، زړوتیا او پرېکړې کولو په هر ګام کې به له تاسو سره وي. هېڅ بهرنی ځواک د افغانستان پرمختګ او د هند او افغانستان دوستي نه شي درولی.»
داوبو چارو د تنظیم اداره وایي چې د شاه توت بند به ۲۳۶ مېلیون ډالرو په لګښت د شپږو کلونو په لړ کې جوړ شي.
هند د افغانستان پر بندونو پر پانګونو سربېره په افغانستان کې د برېښنا د مزو پر غځولو او د سړکونو پر جوړېدو هم پانګونه کړې ده او د پارلمان ودانۍ هم هند جوړه کړې ده.
هند د افغانستان د صادراتي توکو تر ټولو لوی بازار هم دی او ولسمشر غني وایي چې چابهار بندر او له هند سره هوایي دهلیزونو له هند سره د هېواد د سوداګریزې پراختیا لار هواره کړې ده.